اسلام آباد 02 جولائي(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د كشمير پارلماني كمېټۍ چيئرمېن شهریار آپریدي د زيارت په ورځ په پارلمان كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د كشمير پارلماني كمېټۍ په لا فعاله كولو غور شوے۔ د ملاقات په مهال د كشمير تازه صورتحال پشمول په نورو چارو هم خب??ې شوي ۔ په دې موقع سپیکر اسد قېصر ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې ظلم او جبر كوي، پ?? بې ګناه كشم??ري??نو چې كوم ظلم روان دے د ھغې په تاريخ كښې مثال نه موندلے كېږي۔ ده ووئيل د امنيتي اهلكارو لخوا د درې كلنه نمسي په وړاندې د نيكه شهيدول د بربريت انتها ده۔ ده ووئيل په مقبوضه سيمه كښې د 11 مياشتو راهسې د تاريخ بدترين لاك ډاون روان دے، هند په مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ ??نا??ب بدلولو لپاره د مسلمانانو نسل كشي كوي۔ده ووئېل د هندي فاشسټ حكومت لخوا په شخړيز كشمير كښې د غېر كشم??ري??نو آبادول د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د كشمير پارلماني كمېټي دې د نړۍ په وړاندې د هند اصلي څېر?? بې نقابه كولو لپاره بشپړ كردار ولوبوي