پېنډې 16 جون (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا، د زمكيز پو?? مشر جنرال قم?? جاوېد باجوه، د پاك بحريه مشرل اېډمرل ظفر محمود عباسي او د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د آئي اېس آئي د هېډكورارټرز دوره كړې. د پاك پو?? د اولسي اړيكو څانګې﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې د آئي اېس آئي ډي جي لېفټېننټ جنرل فېض حميد په ډائرېكټورېټ جنرل آئي اېس آئي كښې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن او د سروسز چيفس هركلے وكړو. پو??ي مشرانو ته د سيمه ايزې سلامتيا په چارو، كنټرول لائن او د آزاد جمو كشمير په صورتحال جامع بريفنګ وركړے شو. د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن او د سروسز چيفس قومي سلامتيا لپاره د آئي اېس آئي هڅې وستائيلې او په وظيفائي تيارو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه