اسلام ??ٓب??د 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د غېر ضروري خرڅونو كمې لپاره دې په ??دارو كښې د اصلاحاتو عمل تند كړې شي، د کرونا له مخې د خېبرپښتونخوا معاشي وضعې نه دې اولس خبر وساتلې شي، د سخت صورتحال باوجود هر ډول ممكنه هڅې وكړئ چې پرمختيائي خرڅونه د لږ نه لږ وځپلې شي٬ د پبلك پرائيوټ پارټنر شپ زيات??لو ته بشپړه پاملرنه وكړئ، صوبو كښې د توان استعداد په ??ړه لائحه عمل د توان وزارت سره په مشاورت مرتب كړئ۔ وزيراعطم دا خبرې د خېبرپښتونخوا د پرمختيائي چارو ٬ راتلونكي بجټ كښې د ادارو په ??صلاحاتو ٬ د كرونا وائرس په تناظر كښې د صوبې معاشي صورتحال ٬ په ??اص توګه د صوبې آمدن او خرڅون او د وسائلو پحقله په ??امخې ته شوو مسئلو قابو موندلو لپاره د سباٶن لائحې په ??ړه د يوې اعلې غونډې مشرۍ ك??لو په مهال وكړې۔ په ??ونډه كښې د رشكئ خاص اقتصادي زون جوړولو د پېشرفت ٬ د سوات موټروے فېز ټو منصوبې عملي ك??لو او د توان پېداوار پحقله د صوبې استعداد او د سباٶن په منصوبو تفصيلي خبرې وشوې۔ په ??ونډه كښې د توان وفاقې وزير عمر ايوب خان،د قامي خزانې سلاحكار ??اکټر عبدالحفيظ شېخ، د سي پېك چيئرمېن عاصم سليم باجوہ او د صوبائي حكومت لخوا د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان ، د خزانې وزير تېمور سليم خان جھګړا، چېف سېكرټري ډاكټر کاظم نياز او نورو لوړ پورو ګډون كولو