اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې غونډه كښې د كرونا وباء له امله د لاك ډاٶن په سوب د وركوټي او مېنځنۍ درجې كاروبار لپاره په معاونت ك??لو تفصيلي غور ??شو۔ په غونډه كښې وفاقي وزير حماد اظهر پشمول د نړيوال بنك او د خزانې وزارت لوړو پورو ګډون وكرو۔ په غونډه كښې ووئيل شول دا پېكج داسې صنعتونو لپاره دے كوم چې لږ نه لږ پنځو كسانو يا زيات نه زيا?? 30 ??سانو ته روزګار وركوي۔ غونډې ته ووئيل شول معاونت ترلاسه ك??لو لپاره د كاروبار رجسټرډ كول لازمي نه دي خو د كاروبار موجودګۍ لپاره به درې قسمه ثبوت وركول وي۔ د دې پېكج له مخې د وړوكو صنعنتونو ډيجيټل صلاحيتونه هم په ښه ك??لو غور ??شو دغسې چې ھغوي په سخته وضعه كښې د ټېكنالوجۍ سره خپل كار روان وساتلې شي۔ ده ووئيل حكومت د ھغه خلقو د مرستې عزم ل??ي كوم چې د دې جوګه نه دي چې په سخته وضعه كښې د خپل كاروبار جامع لګښت هم ترسره كړې شي٬ پېكج عملي ك??لو لپاره به د سميډا او پنجاب آئي ډي بورډ معاونت پكار وي