اسلام آباد ۔ 4 مئی (اے پی پی)وز??را??ظم عمران خان د كورونا وائرس مخ نيوي له په پورته كېوونكو ګامونو او د دغې په نتيجو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د نورو هېوادونو په مقابل كښې زمونږ د هېواد صورتحال څه قدرې ښه دے۔ د كورونا مخنيوي اقدا??ات به روان ساتلې شي۔ د كورونا په ضد د پالېسۍ جوړولو په مهال اولنۍ ترجيح د هېواد بې وزله او كمزورې طبقه او د دوي ضرورتونه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په خپله مشرۍ كښې د كورونا وائرس صورتحال او د دې مخنيوي له د پورته كوونكو ګامونو جاج اخستلو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې وفاقي وزيرانو مخدوم خسرو بختیار، حماد اظهر، سید شبلی فراز، سید فخر امام، اسد عمر، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ، خاص مرستيالو لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوہ، ډاكټر ظفر مرزا، ډاكټر معید یوسف، چئیرمین این ډی اېم اے او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته خطاب كښې وز??را??ظم ووئيل د نورو هېوادونو په مقابل كښې زمونږ د هېواد صورتحال څه قدرې ښه دے او د دې لوئې سبب زمونږ د حكومت لخوا په وخت اقدا??ات ٬ مؤثره پالېسي او غوره كوارډينېشن دے۔ وز??را??ظم ووئيل د حكومت بشپړه هڅه ده چې زمكيز ??قائق تر مخه داسې پالېسي جوړه كړې شي چې ورسره د كورونا مخ نيوي او د معاشي هلو ځلو روانو ساتلو لپاره توازن باوري كړې شي۔