اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان احساس اېمرجنسي کېش ان??ارميشن پورټل د اجراء منظوري وركړې ده۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري بيان له مخې خاص مرستيالې ډاکټر ث??نيه نشتر وزيراعظم د احساس اېمرجنسي کېش ان??ارمشين پورټل د تفصيلات نه خبر كړو٬ د احساس اېمرجنسي کېش ان??ارمېشن پورټل جوړولو مقصد د کرونا وائرس په صورتحال كښې د مستحقينو مالي مرسته كولو عمل كښې سپېځلتيا باوري كول او په دې لړ كښې د ټولو معلوماتو نه اولس خبرول دي۔ په ان??ارمېشن پورټل به هر كس د ګرد هېواد د ضلعې او تحصيل په كچه د احساس اېمرجنسي کېش پر??ګرام څخه د استفاده كوٶنكو كورونيو د شمېرو او تر اوسه د وېشلي شوو روپو په اړه معلومات ترلاسه كولې شي۔ ډاکټر ث??نيه نشتر ووئيل د احساس اېمرجنسي کېش سهولت ترلاسه كوٶنكو كښې په احساس کفالت پر??ګرام كښې د درج شوې كورنۍ د اېس اېم اېس د لارې د احساس پر??ګرام برخه جوړېدونكې كسان٬ د صوبو لخوا نوې اندراج او د صنعت وزارت لخوا خواري كښ ٬ مزدوران او مستحق كسان شامل دي۔ په دې لړ كښې د سماجي تحفظ خاص مرستياله ډاكټر ث??نيه نشتر (نن) د زيارت په ورځ د خبري كنفرنس د لارې د تفصيلات نه ميډيا خبروي۔ وزيرِاعظم په احساس اېمرجنسي کېش پر??ګرام كښې بشپړه سپېځلتيا باوري كولو په اړه د ډاکټر ث??نيه نشتر او د ھغې د ډلې د هلو ځلو ستائنه وكړه۔وزيرِاعظم ووئيل د كرونا وباء په دې سخت وخت كښې حكومت هڅه كوي چې د زياتو مستحقينو مرسته وكړې شي دغسې چې په دې سخت وخت كښې د دوي هر حاجت ترسره كړې شي۔ ده ووئيل دا پر??ګرام په بشپړه سپېځلتيا او د مېرټ په بنياد چلولې شي او په دې لړ كښې ډاکټر ث??نيه نشتر او د ھغې ډله د مباركۍ حق لري۔