اسلام آباد ?? 18 ??پرېل (اے پی پی) د صد ډاکټر عارف علوی په مشرۍ كښ?? د علماﺀ كرامو او مشائخو غونډه ك??ې د كورونا وائرس روانه وضعه نظر كښ?? نيولو سره د رمضان المبارك په مهال د تراويح او جمعې لمونځ په اړه 20 نكاتي متفقه اعلاميه جاري كړې شوه۔ صدر د روژې مباركې مياشتې په مهال د تراويح او جمعې لمونځ په اړه د آزاد جموں و کشمیر ،ګلګت بلتستان او څلورو واړو صوبو اعلی وزيرانو ٬ ګورنرانو ٬ علماﺀ كرامو او سياسي شخصياتو سره بشپړه مشاورت وكړو۔ د څلورو واړو صوبو حكومتونو څخه په دې اړه تحريري سفارشات غوښتلې شوې وو۔ د روغتيا نړيوالې ادارې سفارشات او د كرونا دلاسه رامخې ته شوې د هېواد صورتحال هم نظر كښ?? ونيولې شو۔ د صدر بشپړه هڅو سره په مشاورت اډانه دا اعلاميه وضعه كړې شوه۔ د خالي په ورځ صدر د علماﺀ كرامو او مشائخو د يوې غونډې مشري وكړه۔ د غونډې په پايه كښ?? جاري كړې شوې متفقه اعلاميه كښ?? ووئيلې شو چې په جوماتونو يا امام باړو كښ?? به قالين يا درۍ خپرولې نه شي۔ په صفا فرش به لمونځ ادا كولې شي۔ په كچا فرش به صفا چټائي خپرولې شي۔ څوك چې د كور نه جائے نماز راوړل غواړي هغوي دې ضرور داسې وكړي۔ اعلاميه ك??ې دا هم ووئيلې شؤ چې د لمونځ نه وړاندې يا وروستو دې مجمع لګولو څخه ډډه وكړې شي۔ په كومو جوماتونو كښ?? چې صحن وي هلته دې د هال دننه نه بلكې صحن كښ?? لمونځ وكړې شي۔ د اعلاميې له مخې د 50 كالو نه د زيات عمر ٬ نابالغه ماشومان او په ټوخي نزله كښ?? اخته رنځوران دې جومات او امام باړو ته نه راځي۔ د تراويح لمونځ دې په سړكونو يا فټ پات نه بلكې دجومات يا امام باړې احاطې دننه وكړې شي۔ د جومات او امام باړې فرش دې د كلورين اوبو سره ووينځلې شي۔ اعلاميه كښ?? ووئيلې شو چې جومات او امام باړه ك??ې دې صفونو ك??ې د ولاړو لمونځ كوؤنكو ترمينځھ 6 فټه فاصله وساتلې شي۔ يوه نقشه منسلك ده كومه چې دې لړ كښ?? مرسته كولې شي۔ د جوماتونو او امام باړې انتظاميه دې په ذمه وارو كسانو مشتمله يوه كمېټي جوړه كړي كومه چې په احتياطي تدبيرونو عمل باوري كړې شي۔ اودس بايد كور كښ?? وكړې شي۔ راتلو څخه وړاندې دې په صابن دې 20 سېكنډ لاسونه ووينځلې شي۔ دغسې لازمي ده چې وګړي لمونځ له د راتلو په وخت ماسك واچوي چا سره جوړه تازه و نه كړي او يا چا له غاړه ورنكړي۔ موجودہ صورت حال كښ?? ښه دا ده چې اعتكاف كور كښ?? وكړې شي۔ په جومات يا امام باړه ك??ې دې د اجتماعي روژه ماتي او سحري انتظام ونكړې شي۔ د جوماتو او امام باړ?? انتظاميه ته دې احتياطي تدبيرونو سره مشروط اجازه وركړې شي۔ كه د رمضان په مهال حكومت دا محسوس كړي چې په دې احتياطي تدبيرونو عمل نه كېږي يا د ځپليو شمېره تر خطرناك حده زياته شوې ده نو حكومت د نورو څانګو په ډول د جوماتونو او امام باړو په اړه خپلې پالېسۍ ته بيا كتلې شي۔ ددې خبرې هم حكومت اختيار لري چې سختو ځپليو مخصوس سيمو كښ?? به احكامات او پالېسي بدلولې شي۔