اسلام آباد 09 دسمبر (اے پی پی)د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ ك??ې د حكومت د معاشي ډلې غونډه د ګل په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د هېواد د معاشي صورتحال ٬ د پاكستان سټيل ملز بحالۍ او اولس ته د رېليف وركولو پشمول په ګڼ شمېر چارو غور وشو۔غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان وو??يل د معيشت استحكام لپاره د حكومت د ھڅو ښې نتيجې راوتې دي۔د اقتصادي اشارو په اعتبار سره په سختو حالاتو كښې په ښكيل شوي معيشت كښې نن په واضحه توګه استحكام په نظر راځي٬د استحكام نه وړاندې سفر د معيشت د بهترۍ او پرمختګ دے۔وزيراعظم عمران خان وو??يل د معاشي استحكام او په اقتصادي اشارو كښې د بهترۍ اعتراف د نړيوالو ادارو لخوا هم كېږي۔چې ورسره نه يوازې د ملكي بلكې غ??ر ملكي سرمايه كارو او كاروباري ټولنې اعتبار بحال شوې۔وزيراعظم وو??يل د ځينې خاص عناصرو لخوا د ذاتي ګټې په خاطر د هېواد د معيشت غوندې پھ مهمه قامي معامله غلط بياني او ډنډوره د افسوس وړ ده۔ده وو??يل د داسې مافياز مقابلې كولو لپاره ضروري ده چې د حقائقو په بنياد معلومات اولس ته رسول باوري كړی شي۔وزيراعظم د حكومت معاشي ډلې ته هدايت وكړو چې د معيشت اصلاح لپاره د ټولو هڅو او پرمختګ څخه اولس خبر اوساتئ چې دغسې اولس پخپله بې بنسټه ډنډوره رد كري۔ده ووو??يل د معاشي استحكام نه پس حكومت بشپړه هڅې كوي چې سره د محدودو اسانيو اولس ته هر ډول ممكنه رېليف وركړې شي چې دغسې چې لږ آمدن لرونكو او په غريبانانو بوج كم شي۔ده وو??يل د اوسني حكومت لخوا د سماجي تحفظ او د غربت كمولو په غرض پیل شوې ګڼ اړخيزه احساس پروګرام د حكومت د ترجيحاتو څرګند ثبوت دے۔وزيراعظم وو??يل حكومت كه يو خوا مجموعي معاشي پرمختګ لپاره شپه او ورځ هڅې كوي نو بل خوا د بنيادي څيزونو په مناسبه بيعه وركړی او د ذخيره كوونكو او د ناجائز ګټه كوونكو پھ ضد انتظامي اقداماتو ته هم بشپړه پام لرنه كوي۔ده وو??يل په دې لړ كښې د ټېكنالوجۍ معرفي كولو د ټولو هڅو مقصد سپيځلتيا باوري كول او كرپشن ختمول دي۔وزيراعظم معاشي ډلې ته هدايت وكړو چې د معيشت په اړه حل طلب معاملې اول حل كړي دغسې ج?? د معاشي پرمختګ عمل د كوم ځنډ نه غېر روان وي