اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امين خا?? ګنډا پور په هېواد كښې امن راوستلو او د تره??رې په ضد كمپائن كښې شهيد شويو د امنيتي ادارو افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د خوږ وطن دفاع لپاره د امنيتي ځواكونو ځوانان هره ورځ د خپل ژوند قرباني وركوي۔ ده ووئيل چې د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو د خپلو قربانيو د لارې په هېواد كښې د تره??رې هغه ناسور ختم كړې چې چا ئې تصور هم نه شو كولې۔ ده ووئيل چې ??ا د امنيتي ځواكونو د قربانيو نتيجه ده چې نن د هېواد د امن په اړه د نړيوالې ټولنې او ادارو اعتماد بحال كېږي۔ ده ووئيل چې پاكستان په سفارتي مېدان چې كله هم كاميابي ترلاسه كړي نو دښمن په پاكستان كښې د تره??رې نه كار اخلي۔ ده ووئيل چې د تره??رې اوسنې پېښې هم د دښمن لخوا د وزيراعظم عمران خان د امريكې د كاميابې دورې غبرګون دے۔