اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د پاکستان تحریک انصاف وفاقی حکومت د 1863 اربه ??وپو مجموعي قامي پرمختيائي پروګرام جاري كړې دې۔ د كال 2019-20ء قامی پرمختيائي پروګرام كښې د 951 اربه ??وپو وفاقی سرکاری پرمختيائي پروګرام او د صوبو د 912 اربه ??وپو كلن پرمختيائي پروګرامونه شامل دي۔ دا پروګرام د حكومت د 12 مې 5 كلنې منصوبې اق??صا??ي پالېسۍ او تږلارې سره سمون ??ري په كومه كښې چې اق??صا??ي استحكام ،متوازن سيمه ايز پرمختګ ، سماجي تحفظ كښې ښه والې ، د بې وزلۍ كچه ټيټول ، ھاؤسنګ ، د آبي وسائلو زياتوالې ، توان او غذائي تحفظ ، د مسابقتي نالج اكانومي پرمختګ او ټرانسپورټ انفراسټركچر كښی جدت او پراخه سيمه ايزه رابطه جوړول شامل دي۔ قامی پرمختيائي پروګرام كښې هغه سيمو ته پام ګرځولې شوې كومې چی په كلونو د سماجي او اق??صا??ي پرمختګ عمل كښې وروستو پاتې شوي ۔ په نوي پرمختيائي پروګرام كښې د پاك او شين پاكستان تحريك او سېلګرۍ ودې له 2 اربه ??وپۍ او د ضم شوو سيمو 10 كلنې پرمختيائي منصوبې له 48 اربه ??وپۍ بېلې كړې شوي ۔ دا خبره دې ښكاره وي اق??صا??ي كونسل د تېرې مياشتې په 29 مه نېټه شوې غونډه كښې د كال 2019-20ء قامي پرمختيائي پروګرام له د1863 اربه ??وپو منظوري وركړې وه كومو كښې چې د صوبو د 912 اربه ??وپو كلن پرمختيائي پروګرام هم شامل دے۔ په دې كښې د 127 اربه ??وپو غېر ملكي مرسته هم شامل ده۔ د وسائلو كمي تر مخه د 250 اربه ??وپو انتظام به ?? نوې مالياتي ذريعو څخه كولې شي۔ د منصوبه ??ندۍ پرمختګ او اصلاحات كمېشن د نهې په ورځ نوې مالي كال 2019-20ء له د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرام جاري كړے۔ دا پروګرام د پاكستان حكومت پرمختګ له د تزويراتي ويژن مهمه برخه ده۔ د قامی پرمختيائي پروګرام ترمخه 42 وفاقی وزارتونه او ډویژنز له په مجموعی توګه 3 کھربه 72 اربه 24 کروړه روپۍ بېلې كړې شوي په كومو كښې به چې د 35 اربه 9 کروړه څخه د زياتو روپو غېر ملكي مرسته هم شامله وي۔ کارپورېشنونو له يو کھرب 97 اربه 75 کروړه 90 لکه روپۍ او ايرا له 5 اربه ??وپۍ بېلې كړې شوي۔ د آئي ډي پيز مرستې او بحالۍ له 32 اربه 50 کروړه روپۍ ، سیکورټی كښې اضافې له 32 اربه 50 کروړه روپۍ ، وزیراعظم یوتھ اسکل ډوېلپمنټ پروګرام له 10 اربه ??وپۍ ، پاك شين پاکستان تحریک او سیالګرۍ له 2 اربه ??وپۍ ، ګېس انفراسټرکچر ډوېلپمنټ له 1 ارب روپۍ او د 10 كلنې پرمختيائي منصوبې ترمخه ضم شوو سيمو له 48 اربه ??وپۍ بېلې كړې شوي ۔ دغسې د كال 2019-20ء وفاقي پرمختيائي پروګرام له 9 کھربه 51 اربه ??وپۍ بېلې كړې شوي۔ په دې كښې به ?? 25 كھربه ??وپو انتظام متبادل فنانسنګ ذريعو څخه كولې شي۔ صوبو له د كلن پرمختيائي پروګرام ترمخه 9 کھربه 12 اربه ??وپۍ بېلې كړې شوي۔ د صوبو په كلن پرمختيائي پروګرام كښې د يو كھرب 12 اربه 44 كروړه 10 لكه روپو غېر ملكي مرسته هم شامله ده۔ په قامي پرمختيائي پروګرام كښې په پوهه اډانه معيشت پرمختګ ته خاص پام ګرځولې شوې ۔ په دې لړ كښې د آئي ټي ٬ سائنس اېنډ ټېكنالوجي ٬ تعليم ٬ صنعت او كركيلې څانګو كښې يو شمېر نوې منصوبې پیل كولې شي۔ دغسې د كركيلې ودې ته هم خاص پام ګرځولې شوې ۔ دې نه ځانله د چين پاكستان اق??صا??ي راهدارۍ منصوبې ته هم پام لرنه شوې او د دې ترسېوري لاندې منصوبو له فن??ز بېل كړې شوي۔ دغسې سېلګري هم په ترجيحي څانګه كښې شامل كړې شوې ۔ د فنډز كارولو او په منظورو شوو منصوبو عمل درآد له فعاله او كوټلې نظام وضعه كړې شوې