اسلام آباد ?? 25 مئی (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز شاه د خالي په ورځ ملاقات وكړو او دې ئې د ماشومې فرشته وژنې كېس كښې د روان تفتيش پېشرفت په اړه خبر كړو۔ د??خله وزير ووئيل چې د وژلې شوې ماشومې فرشتې كېس ??وډ??شل انكوائري پېل شوې ده۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې د ماشومې په وژنه كښې ككړ كسان دې زر تر زره ونيولې شي او د عبرت نښه دې جوړ كړې شي۔ د انصاف رسول او د ظلم ختمول به باوري كول وي۔ده ووئيل په دې لره كښې ولاړ خنډان به زغملې نه شي۔ د?? خبره دې ښكاره وي چې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د فرشته پلار او كورنۍ سره ملاقات كړې وو۔ اسپیکر د فرشته كورنۍ ته د بشپړه انصاف باور وركړې وو۔ سپیکر ووئيل د ??وډ??شل انكوائرۍ تر بشپړ كېدو زه ځپلې كورنۍ سره رابطه كښې يمه۔