اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير عامر مح??ود كياني د اسلام آباد نو?? هوائي ميدان دوره وكړه او په هوائي مېدان د روغتيا وزارت ادارې سينټرل هېلت اسټې??لش??نټ له مخې وركړې شوې آسانيو جاج ئې واخست٬ده په خاص توګه د حج په مهال حاجيانو له د وركړې كېدونكو آسانيو جاج واخست۔وفاقي وزير د وزيراعظم لخوا حاجيانو له په ډيپارچر اميګرېشن كليئر كېدو كښې د هېلت ډيپارټمنټ لخوا د انتظاماتو هم جاج واخست۔د دورې پھ مهال وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان د نړۍ د 198 هېوادونو پشان ډبليو اېچ او انټرنېشنل هېلت ريګولېشن 2005 عملدرآمد باوري كولو لپاره كوټلې اقدا??ات كوي۔په هوائي مېدان به د پوليو ويكسينېشن نظام باوري كولې كېږي۔د روغتيا وزير ووئيل چې د هېلت وزارت په څلورو لويو هوائي مېدانونو اسلام آباد٬كراچۍ٬لاهور او پیښور هوائي مېدانونو تهرموسكين لګولې دې٬د دې اقداماتو سره په هوائي مېدان اولس د ګڼ شمېر رنزونو څخه بچ كېدې شي۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل چې پھ هېوائي مېدان به مېډيكل آسانۍ اپ ګرېډ كولې شي۔په نړيوالو پولو ګڼ شمېر رنزونو مخنيوي لپاره پاكستان چين سره په اېم او يو لاس ليك كړې كوم سره به چې په نړيوالو پولو د رنزونو مخنيوي كښې مرسته وشي۔ده ووئيل چې ګڼ شمېر رنزونو مخنيوې لپاره د هېواد په ټولو هوائي مېدانونو د سكريننګ نظام هم ښه كېږي او ډېر زر به سنټرل هېلت اسټې??لش??نټ وېب پاڼه لانچ كړی شي چرته به چې نړيوال مسافر د مزل په اړه معلو??ات ترلاسه كولې شي