اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د پاك??تا?? تحريك انصاف لارښود سناتور فېصل جاوېد د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو په ټويټ د خپل ګوند دريځ وړاندې كولو سره وئيلي دي بلاول د پا??سا?? ډېر منفي عكس وړاندې كوي۔ زمونږ مېړنو عسكرو چې نړيوال امن لپاره څه كړې بلاول ??غه په اوبو اوړل غواړي۔ پاك??تا?? ټولې نړۍ له د امن پېغام سره ځلېدلې۔ د نهې په ورځ د ميډيا ډيپارټمنټ لخوا جاري شوي بيان ترمخه سناتور فېصل جاوېد ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ د 70 زره ځانونو قربانۍ وركړې۔ دا جنګ زمونږ نه ؤ بيا هم د نړيوال امن په خاطر پاك??تا?? د 123 اربه ډالرو قرباني وركړې۔ ده ووئيل د پاك??تا?? مخالفو حلقو په خوشحالولو هڅه بلاول بايد شرم وكړي۔ ده ووئيل بلاول بايد اولس ته دا اووائي چې ??غه د چا په ژبه خبرې كوي۔ ده ووئيل مونږ امن خوښونكې قام يؤ او امن غواړو۔ ده ووئيل د سندھ 70 فیصده آبادي د بې وزلۍ كرښې څخه ښكته ژوند كوي۔ ده بلاول ته ووئيل تا او ستا پلار د اقتدار په 30 كلونو كښې دغه خلقو له څه وركړل۔ ده ووئيل عمران خان هېواد څخه د كرپشن نوغې ويستلو عزم لري او ستاسو ټول زور د غلا مال او بهر هېوادونو كښې جائيدادونه بچ كولو لپاره دے۔۔ ده ووئيل بلاول دې ??غه كس هم انصاف سره مخ كړي چا چې د ده بهر هېوادونو كښې پټ اكاوڼتس معلو?? كړې۔ سناتور فېصل جاويد ووئيل د بلاول ګوند په پاك??تا?? ډاكه اچولې او مال ئې بهر منتقل كړې