اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاكستان او هند په شخړه كښې د ټو??و نه زيات زيان پنجابيانو او كشميريانو ته رسيږي ٬ مونږ درې جنګونه د دې نه وراندې هم كړي٬ جنګ د چا په ګټه نه دے٬ جنګ كښې ګټه نه وي ټول زيان وي٬ خبرې اترې د شخړو د هواري لار ده٬ خو نرېندر مودي يوازې د سياست او ټول ټاكنو پروا لري٬ دا مهال نړيوال فشار په پاكستان نه په هند دے ٬ نړۍ هند ته د تاو تريخوالي ختمولو لپاره وائي٬ د امنيت او د خلقو د حفاظت له مخې سمجهوته اېكسپرېس بند كړې شوې خو زر به بحال كړې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې راډيو بي اېس اېس پنجابي (اسټراليا) سره كړې۔ ده وو??يل مونږ وئيلي وٶ چې په ترهګرۍ به هم خبره كوٶ٬ زمونږ هېواد كښې د جنګ ماحول نشته ٬ زمونږ پام د هېواد معيشت قوي كولو ٬ د سرمايه كارۍ ودې او د غربت خاتمې پلو ګرځولې شوې۔ ده وو??يل په هندۍ ميډيا د پاكستان په ضد كمپائن چلېږي او زمونږ ميډيا د امن پېغام وركوي۔ چوهدري فواد وو??يل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كوٶ او د ترهګرۍ په ضد مونږ ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې ٬ ده وو??ېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره سيمه ايزه مرسته ضروري ده٬ شخړې زيانمندې وي ځكه چې انتها خوښي ورسره زياتېږي۔ ده وو??يل د ترهګرۍ خاتمې له به شريكې هلې ځلې پكار راوستل وي۔ چوهدري فواد حسېن وو??يل هندي ميډيا د جنون لاره خپله كړې ،(هېش ټېګ # say no to war پاکستان څخه پېل شوې او ګرده نړۍ كښې ټاپ ټرېنډ جوړ شوې۔ د هندي ټي وي چېلنز بندولو د پوښتنې په ځواب ده وو??يل هندي چېلنز پاكستان كښې لېنډنګ رائټس نه لري ځكه بند كړې شوي۔ ده وو??يل مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خبريالانو تګ راتګ غوښتل او په ويزه پاليسو كښې مونږ آسانۍ پېدا كول غوښتلې۔ چوهدري فواد حسېن وو??يل د دواړو هېوادونو ترمېنځه ښې اړيكې پكار دي ځكه چې اوس يوازې هېواد نه منطقې پرمختګ كوي