اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي ??ي د پاکستان خاص جغرافیائي او ستراتيجيكي چاپېرچل او د سعودي عرب خاص اهميت يو داسې امتزاج دې كوم چې زمونږ سباٶن لپاره ډېر اهم دے ٬ د ولي ??هد شهزادہ محمد بن سلمان د پاکستان په دوره راته ډېره خوشحالي ??وې۔ د سعودي عرب زندانونو څخه د بندي 2107 پاكستانيانو په خوشې كولو د ولي ??هد خاص مننه كوٶ۔ د ګل په ورځ د سعودي ولي ??هد د پاكستان تاريخي دورې په پايه كښې د سعودي ولي ??هد شهزاده محمد بن سلمان سره په ګډه ميډيا سره پ?? خبرو كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل نن سهار چې د خوبه راويخ شوم او د موبائل مې جاج واخستو نو معلومه شوه چې هر خوا څخه د ولي ??هد د پروني بيان چې زه په ” سعودي عرب كښې د پاكستان سفير يم” تذكرې وې٬ د دې بيان د پاكستان اولس ډېر ستائنه كړې ده ۔ وزیراعظم ووئيل د سعودي په زندانونو كښې د 2107 پاکستانیانو د خوشې كولو په اعلان د ولي ??هد خاص مننه كوٶ۔ ده ووئيل زه د پاكستان حكومت او اولس لخوا په دي اقدام د ھغه ډېره مننه كوم ځكه چې د كومو خلقو د خوشې كولو احكامات وركړې شوې دي په ھغې كښې زياتره خواري كښ دي٬ دلته د ھغوي كورنۍ دي د بده مرغه مونږ ھغوي ته دلته روزګار ورنه كړې شو دې لپاره ھغوي مزدورۍ لپاره د هېواد نه بهر ځي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان او سعودي ترمېنځه چې د تفاهم په كومو يادښتونو لاسليك شوې ھغه ډېر اهميت لري په وړومبي ځل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې څانګو كښې د كار دائره پراخه كړې شوې ده٬ د تفاهم په دې دستاوېزاتو لاس ليك د پاكستان ا-و سعودي عرب ترمېنځه اړيكو كښې د پراختيا عكاسي كوي۔ وزیراعظم ووئيل دا ابتدا ده او زه ګڼم چې د پاکستان خاص جغرافیائي او ستراتېجيكي چاپیرچل او د سعودي عرب خاص اهميت يو داسې امتزاج دې كوم چې زمونږ سباٶن لپاره ډېر اهم دے۔ وزیراعظم ووئيل زه د ولي ??هد د پاكستان په دوره كولو ډېر خوشحاله شوې يم ٬ پاکستان د ھغوي دوېم كور دے ۔ د سعودي ولي ??هد په دې موقع د وزیراعظم عمران خان مننه كولو سره ووئيل چې داسې محسوسوم چې زه خپل كور كښې يم ۔ محمد بن سلمان ووئيل زه اميد لرم چې زه به په سعودي عرب كښې د پاكستان د سفير كردار په ښه ډول ترسره كړې شم۔ د سعودي ولي ??هد ووئيل سعودي عرب د پاکستان په سباٶن باور لري٬ پاکستان پراخه موقعې او استعداد لري٬ كال 2030 كښې به پاكستان د چ??ن او هند نه پس درېم لوي معيشت وي٬ د پرمختګ په سفر كښې به پاكستان سره يو۔ ده ووئيل كال 2018 كښې د پاكستان معيشت 5 فيصده شرح سره پرمختګ كړې دې٬ دې لپاره مونږ باور لرو چې پاكستان د سباٶن مهم معيشت دے ٬ د پاکستان قیادت، اولس او د پاکستان اتحادي هېواد به يو ورځ دا هېواد مهم معيشت جوړ كړي۔ ولي ??هد شهزاده محمد بن سلمان ووئيل سعودي عرب پاکستان كښې سرمايه كاري كوي٬ نن چې څه مونږ وكړل دا اوس پېل دې٬ سباٶن كښې به د دواړو هېوادنو ګډې استفادې له مونږ پاكستان سره مرسته روانه ساتو