اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي چې تعليمي ادارو لپاره بېلا كړې شوې زمكه به د ناجائز قبضه كوونكو نه بېرته ترلاسه كولې شي او چا ته به هم قانون په لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي٬ په قائداعظم پوهنتون كښې په 240 كنال كښې 180 كناله زمكه د ناجائز قبضه كوونكو نه بېرته ترلاسه كړې شوېِ٬ د تجاوزاتو په ضد عمليات د سياست نه بالا او د قانون له مخې دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په قائداعظم پوهنتون كښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ ??ه دې موقع وفاقي وزير د پوهنتون په زمكه د ناجا??ز تجاوزاتو خاتمې لپاره د روانو عملياتو په اړه بريفنګ وركړو۔ ??ه ووئيل چې تعليمي ادارې قوم ته د تعليم زېور وركوي٬ هم دا ادارې د قومو حالت ښه كوي۔ له بده مرغه د قائداعظم پوهنتون په 200 اېكړه زمكه د څو كلونو نه ناجائز قبضه وه۔ ده د قبضه كوونكو نه د قائداعظم پوهنتون په زمكه ترلاسه كولو د سي ډي اے او د اسلام آباد انتظاميې ستائنه وكړه او وې وئيل چې ??ه دې كارروائې كښې ټولې ادارې فعاله كردار ترسره كوي۔ ??ه ووئيل چې د 180 كناله زمكه بېرته ترلاسه كړې شوې او 60 كناله په ګوته كړې شوې۔ مونږ هڅه كوو چې ټول ناجا??ز تجاوزات ختم شي۔ له بلې خوا د قائداعظم پوهنتون د اېلومينائي اېسوسي اېشن عمومي سېكتر مرتضٰي نور د پوهنتون زمكه بېرته ترلاسه كولو هركلې كړے۔