اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د اسلامي نظرياتي كو??سل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز وئيلي دي چې د مدينې د رياست د خ??وخال جاج اخستلو لپاره 25 كسيزه كمېټي تشكيل كړې شوې٬ د نكاح نامه نوې فارم به د كو??سل په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كړې شي٬ په نجي سود بل د كا?? ترسره كولو نه پس اړوند وزارت ته لېږل شوے٬ د حكومتي وزيرانو لخوا مونږ ته وئيلي شوي د مدينې رياست خپلولو لپاره به د سود حوصله شكني بنيادي جز وي۔ اے پي پي سره په خبرو كښې قبله اياز ووئيل چې د وفاقي حكومت لخوا مونږ ته وئيلي شوي دي چې اسلامي نظرياتي كو??سل دې د مدينې رياست خدوخال په تيارولو كښې زمونږ مرسته وكړي۔ ده ووئيل چې 25 كسيزه كمېټي تشكيل كړې شوې چې پكښې ماهرين او علما شامل كړې شوي دي۔ د دې نه علاوه د مدينې رياست د خ??وخال تفصيلي جاج اخستلو لپاره د كو??سل د تحقيقاتو څانګې ته ذمه وارې ورپغاړه كړې شوې۔ ده ووئيل چې دې مقصد لپاره به راتلونكې مياشت ګول مېز كنفرنس كولې شي په كوم كښې به چې شريك علما٬ مشائخ او نور قانوني ماهرين په معاشي٬ سماجي٬ تنظيمي ٬ فلاحي او نورو چارو مشوره كوي۔ ده ووئيل چې مونږ ته د حكومتي وزيرانو لخوا وئيلي شوي دي چې د مدينې رياست خپلولو لپاره به د سود حوصله شكني بنيادي جز وي۔ ده ووئيل چې د سي پېك په پروژو كښې چين هم امادګي ښودلې چې هغه د اسلامي بنكارې د لارې سرمايه كا??ې كولو ته تيار دے ځكه چې په اسلامي بېنكارې كښې په دې وخت كښې په برتانيه٬ فرانس٬ امريكا او د سوئټزر ??ېن?? پشمول په نورو هېوادونو كښې تجربې روانې دي۔ قبله اياز ووئيل چې درې طلاق د قابل تعزير جرم په مسوده د علما كرامو ترمېنځه لا هم اختلاف موجود دے۔ اوس دا پرېكړه شوې چې د نكاح نامه نوې فارم به جوړولې شي۔ هيله ده چې د جنورې تر اخره به نوې نكاح نامه تياره كړې شي۔ ده ووئيل چې په نجي سود بل د كا?? ترسره كولو نه پس اړوند وزارت ته لېږل شوے٬ دا بل د جماعت اسلامي امير سراج الحق لخوا وړاندې كړے شوے و۔ دا بل به ډېر زر په اسمبلۍ كښې وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل چې د نجي سود كا??وبار په بلوچستان كښې ډېر زيات شوے كوم چې د اندېښنې وړ دے۔ هلته خلق په لويه پېمانه د نجي سود كا??وبار كوي٬ بايد د دې خاتمې لپاره قانون سازي وكړې شي۔