اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د ټولنې په پرمختګ كښ?? د نوې نسل مناسبه روزنه يو قوي بنياد وي ٬ هم د دغې فلسفې په بنياد پاكستان تحريك انصاف په هېواد كښ?? د بدلون لاره هواره كړې٬وزيراعظم عمران خان قام ته په وړومبني خطاب كښ?? د ماشومانو په روزنه كښ?? د بېغورو او مناسبې روزنې نه كېدو پلو د قام پام راګرځولو سره په دې حساسه معامله خبره كړې او د دې خاتمه يې د خپل حكومت هدف ګرځولې ؤ ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كوټلي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره د پارليماني ټاسك فورس ??ون??ې ته خپل خطاب كښ وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل زه په دې خوشحاله شوې يم چې اېس ډي جيز پارليماني ټاسك فورس د ماشومانو په مناسبه روزنه نه كېدو په سرخط كار كړې او په ماشومانو كښ?? د خوراك په كمي يې يو قامي پارليماني كنفرنس هم كړې۔ده ووئيل د اتلسم بدلون نه پس د اېس ډي جيز په اړه زياتې چارې صوبو ته سپارلې شوي خو وفاق اوس هم په دې اړه مرسته كوي۔ده ووئيل د اولس د حقيقي نمائندګانو په حېثيت پارليمان حق لري چې په دې چارو كښ?? د اولس او د انتظاميې ??ار??ه او لارښودنه روانه وساتي۔سپيكر پارليماني ټاسك فورس ته د ټولو اسمبليو سره د رابطې لرلو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر په حېث به زه د ټولو اسمبلو سپيكرانو ته خط ليكم او هغوي له به د داسې ټاسك فورسز جوړولو تجويز هم وركوم۔په ??ون??ه كښ?? د اېس ډي جيز ټاسك فورس كنوينئر رياض فتيانه سره د قامي اسمبلۍ نورو غړو هم ګډون كولو۔