اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي)د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي د اېن آر او په معامله به ټول نومونه او تفصيلات پارلمان ته وړاندې كوو٬د سياسي توګه د افسرانو د ټاكنو او د تبادلو له امله ادارې خسارې سره مخ كېږي٬په پوسټل سروسز كښې به په دريو مياشتو كښې دننه لاجسټك نظام٬موبائل مني آرډر او اي كامرس سسټم پېل كولې شي٬پوسټل سروسز پھ دې وخت كښې 52 اربه روپۍ خسارې سره مخ دې او هر كال د 12 نيم اربه روپو خساره برداشت كول وي۔د خپل وزارت ټول خرڅونه مو ختم كړې ٬د خپل وزارت نه اوبه هم څښم۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پينډۍ جنرل پوسټ آفس دورې په مهال وك??ې۔مراد سعيد ووئيل د ي?? كال هدف مو ټاكلې او په دې موده كښې به خساره په منافع بدلول وي۔ده ووئيل د پوسټل سروسز دفترۍ بدحالۍ سره مخ دي٬په فيلډ كښې د كار كوونكو حالت هم ښه نه دې٬د 39 زرو نه زيات ملازمين لرو او 13 زره د پوسټ دفترې دي كومې به چې د نوي وخت د تقاضو له مخې جوړولې شي٬ ده ووئېل مونږ به د خپلو وركرانو تربيه كووځكه چې دا د هېواد تر ټولو لويې نېټ ورك دے٬په خساره ولې روان دے۔ ده ووئېل دا رياستي اداره د زړه نه نه ده قبوله كړی شوې٬د سياسي اثر ورسوخ له امله تباه كړې شوې كه مونږ ټول په ايماندارۍ كار وك??و نو اداره به ښه شي٬كوم ملازمين چې محنت وك??ي صله به وركولې شي۔وفاقې وزير ووئيل په سياسي بنياد به د كوم افسر يا ملازم د ټاكنې او تبادلې اج??زه به ورنه كړم۔پوسټل سروسز به مكمل بدلولې شي۔ملازمينو ته به تربيه هم وركوو او د غوره كار معاوضه به هم وركوو۔كه په پوسټل سروسز كښې د نوې ټېكنالوجۍ استعمال وك??ې شي نو ډېر فرق به ورسره راشي