اسلام آباد ۔ 10 دسمبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ د پاكستان په آئين كښې د بشري ح??ونو پاسدارۍ لپاره بشپړه عملدرآمد باوري كولو له د عزم يو متفقه قرارداد منظور كړې چې پكښې غوښتنه شوې په پاكستان كښې د اقليتونو او مېرمنو حقونو تحفظ دې باور?? كړې شي٬دغسې د رائے آزادي او د صحافت آزادي دې باور?? كړې شي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بشري ح??ونو وفاقي وزير شيريں مزاري قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل دا ايوان د بشري ح??ونو نړيوالې ورځې په موقع د پاكستان په آئين كښې د بشري ح??ونو په اړه وركړی شوې ضمانت او په نړيوال قوانين د عملدرآمد د عزم څرګندونه كوي۔دې ووئيل دا ايوان د رائے آزادۍ پشمول د پرېس آزادۍ عزم سره سره دا غوښتنه كوي چې د بشري ح??ونو پھ تناظر كښې لوږه او غريبۍ باندې قابو موندلو لپاره دې ګامونه پورته كړی شي۔د اولس معاشي او سماجي صورتحال ښه والي دې باور كړې شي۔ دې ووئېل اقليتونو له دې هر ډول تحفظ وركړې شي۔د مېرمنو د حقونو دې خاص خيال وساتلې شي۔