اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي د تحريك انصاف حكومت د احتساب په حق كښې دے۔ د احتساب عمل به په سپېځلي ډول مخ واړندې بوتللې شي۔ د اتوار په ورځ يوه مركه كښې ده ووئيل نېب يوه آزاده او خپلواكه اداره ده?? حكومت د نېب چارو سره ه??څ كار نه لري۔ده ووئيل د نېب موجوده چيئرمېن ټاكنه د پاكستان مسلم ليګ نون پخواني حكومت كړې وه۔ د شريفې كورنۍ او پي پي پي مشرتابه ټولې مقدمې او رېفرنسز هم د پاكستان مسلم ليګ نون په پخواني حكومت كښی پېل شوې وو۔ ده ووئيل د پاکستان تحریک انصاف حکومت نیا پاکستان هاؤسنګ سوسائټی او نورې منصوبې بې وزله اولس لپاره پېل كړې دي۔ ده ووئيل اېف آئي اے يوه ق??مي اداره ده او د جعلي اكاؤنټ لرلو په اړه ټولې پلټنې بايد دا اداره وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پي ټي آئي په ا??رب?? پروروۍ باور نه لري۔ د ق??مي اسمبلۍ سپيكر ٬ د خېبر پختونخوا اعلی وزير او د نورو اولسي عهدېدارو ټاكنه په مېرټ شوې ده۔ دوئي كښې يو هم د تحريك انصاف چيئرمېن سره كومه خپلولي نه لري۔ ده ووئيل حكومت نه يوازې ق??مي ادارې مضبوطې جوړوي بلكې د قانون سرلوړۍ له د ادارو په شا هم ولاړ دے۔