اسل??م آباد 06 دسمبر(اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پ??كس??ان د لويې اوچې افريقې هېوادونو سره تجارت او د سرمايه كارۍ اړيكې زياتول غواړي۔ده دا خبرې د جمهوريت تيونس سف??ر عادل العربي او د كېنيا هائي كمشنر پروفيسر جوليس كائيبت بائيتوك سره د خبرو پھ مهال وكړې كومو چې اولس مشر سره په ايوان صدر كښې جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔اولس مشر ووئيل پ??كس????ن تيونس سره د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې د شريكې عقيدې كلتور او تاريخ نه عبارت دي۔ده ووئيل پ??كس??ان او كېنيا د يو بل د احترام او د تفاهم په بنياد د دوستۍ او مرستې اړيكې لري ۔اولس مشر دواړو هېوادونو سره د مضبوطو سياسي روابطو د ودې په ضرورت زور راوړو۔ده دواړو هېوادونو سره د اقتصادي اړيكو لا ودې لپاره د سركاري او شخصي څانګو د كاروباري پلايو د تبادلو په ضرورت هم زور راوړو