اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان او امريكا د اوږدې مودې نه د يو بل اتحاديان دي٬ بايد دواړه هېوادونه خپلې اړيكې بيا د سره جوړې كړي٬ په افغانستان كښې امن او اس??حكام لپاره اس??نيې وركولو ته تيار يو۔ د امريكې ټي وي چېنل فاكس نيوز سره په مركه كښې ده ده ووئيل چې د پاكستان او امريكې ترمېنځه د تېرو څو لسيزو اړيكې دواړو هېوادونو لپار?? ګټورې پاتې شوې دي او پاكستان دا اړيكې درست كول غواړي۔ ده ووئيل چې هغه ډالرو يا مرستې لپاره امريكې ته نه دې راغلې بلكې هغه د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې سمول غوا??ي كومې چې په تېر و??ت كښې خرابې شوې دي۔ د فاكس نيوز له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي تسليم كړه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په دور كښې امريكې سره د پاكستان اړيكې ښې نه دي خو ده واضحه كړه چې د افغانستان د اوسني صورتحال په پاكستان تورونه لګول درست نه دي۔ ده ووئيل چې كله امريكا په مشكل كښې ښكېل شي نو هغه په هغو سيمو ٬ خلقو او ادارو كښې د قربانې ګډ لټوي كومې ئې چې په هيلو پوره نه وي۔ ده ووئيل چې پاكستان په افغانستان امن او اس??حكام لپاره هر ډول اس??نيې وركولو ته تيار دے ځكه چې مونږ ته مع??ومه ده چې په افغانستان كښې امن او اس??حكام زمونږ په خپل?? ګټه دے