اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوري ډاك??ر عارف الرحمان علوي ته د اسلامي جمهوريه پاكستان اولس مشر په ټاكلې كېدو مباركي وركړې ده ۔د نهې په ورځ سپيكر او دوهم سپيكر د مباركۍ په جلا جلا پېغامونو كښې ډاك??ر عارف الرحمان علوي ته د اولس مشرۍ په ټا??نو كښې په كاميابي ترلاسه كولو مباركي وركولو سره ووئيل د هغه د اولس مشر په حېث ټاكلې كېدل د هغه په زيركتيا او صلاحيتونو د قامي اسمبلۍ سېنېټ او څلور واړو صوبو د اسمبلو غړو د باور څرګندونه ده۔ده ووئيل د نوي صد?? ټاكنه او د يو جمهوري حكوم?? بل جمهوري حكومت ته د اقتدار په سوله ايزه ډول منتقل كېدل يو مهم پېشرفت دے٬دې سره به هېواد كښې جمهوريت مضبوط شي۔دوي هيله ولرله چې عارف الرحمان علوي به د اولسي نمائندګانو هيلې ترسره كړي