اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امين اسلم وئيلي دي هېواد كښې جنګل?? حيات په اړه د قامي پالېسۍ مسوده منظورۍ لپاره به د كابينې غونډې ته ډېره زر وړاندې كړې شي۔ ده د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د كلائمېټ چېنج كاكس غونډې ته خطاب كولو۔ د غونډې مشري د كمېټۍ چيئرپرسن سناتورې شېري رحمان كوله۔ د وزيراعظم صلاحكار ووئيل حكومت د موسمياتي بدلون په اړه د مسئلو حل كولو عزم لري۔ په خېبرپختونخوا كښې بلين ټري سونامي منصوبه كاميابه شوې اوس دا په قامي كچه پېل كولې شي۔ په دې م??ال خپلو خبرو كښې شېري رحمن ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون اثراتو ځپلې ۔ كلائمېټ كاكس به د موسمياتي بدلون په اړه د مسئلو حل له سفارشات او وړاندېزونه مرتب كړي۔ دې ووئيل صوبو ته هم د موسمياتي بدلون وزا??ت س??ه د كار كولو هدايت كولې شي۔ په دې م??ال پرېكړه وكړې شوه چې د موسمياتي بدلونونو پالېسۍ په اړه به راروانه غونډه كښې برېفنګ اخستلې شي او د موسمياتي بدلون په مسئله به نورو قومي او نړيوالو ادارو سره مشاورت كولې شي۔ غونډه كښې سېنېټ كښې د ايوان مشر شبلي فراز ٬ فېصل جا??ېد ٬ ستاره اياز ٬ عثمان خان كاكړ ٬ محمد اكرم او سناتور نزهت سعديه هم ګډون وكړو