صوابې 25 اګست (اے پي پي﴾ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې په صوابې كښې به د ګاز او برېښنا پشمول يو شمېر پروژې ترسره ك??لې شي٬ د صوابې هر يو كور ته د ګاز او برېښنا اسانيې رسول مو ترجيح ده۔ ده دا خبرې د صوابې په بېلا بېلو سيمو ك??ې غونډو ته د وېنا كولو په مهال وك??ې۔ اسد قېصر ووئيل چې په بدري نالې به د كالا په ځائ پل جوړولې شي٬ د سيمې اولس ته به نوې ټرانسفارمرې وركولې شي او چې چرته د فيډر ضرورت وي٬ هلته به فيډر لګولې شي۔ د ګاز په پروژه په ټوله ضلع كښې كار روان دے او د دې نه علاوه به د اولس د خېر ښېګړې نورې پروژې هم ترسره ك??لې شي۔