اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نو??ز شريف٬ مريم نو??ز او كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر په ايون فيلډ ريفرنس كښې د احتساب عداكت پرېكړه چېلنج كولو سره په اسلام آباد هائي كورټ كښې د سزا په ضد خواستونه دائر كړي دي په كومو كښې چې د قېد٬ جرمانې٬ نااهلې او د جائېداد د ضبط كولو حكم د لغوا ګرځولو خواست شوے۔ د خواجه حارث او د امجد پروېز اېډوكېټس د لارې په دائر كړې شويو خواستونو كښې د احتساب عدالت جج او نېټ فريق جوړ كړې شوي دي۔ د ګل په ورځ د نو??ز شريف٬ مريم نو??ز او د كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر د وكيلانو لخوا په دائر كړې شويو اپيلونو كښې خواست شوے چې نو??ز شريف٬ مريم نو??ز او كېپټن ﴿ر﴾ صفدر دې خوشي كړې شي٬ د اپيلونو تر پرېكړه دې نو??ز شريف٬ مريم نو??ز او صفدر په ضمان?? خوشي كړے شي او په عارضي توګه دې د نو??ز شريف٬ مريم نو??ز او د صفدر سزا معطل كړې شي۔ په اپيلونو كښې وئيلي شوي دي چې د ضمني ريفرنس او عبوري ريفرنس په تورونو كښې تضاد دے٬ حسن او حسېن نو??ز ته د ضمني ريفرنس نوټس نه دې لېږل شوے۔ د صفائې په بيان كښې وئيلي شوي دي چې استعاثه د تورونو په ثابتولو كښې ناكامه شوې۔ په دفاع كښې د ګواه وړاندې كولو ضرو??ت نه و۔ د شك ګټه تورن ته رسي۔ د احتساب عدالت جج مس كنډكټ كړے۔ د احتساب عدالت د جولائي د 6مې نېټې پرېكړه دې لغوا وګرځول شي۔ په خواستونو كښې وئيلي شوي دي چې عدالت ته يوه اونۍ د پرېكړې موخر كولو خواست شوے و۔ احتساب عدال?? خواست رد ك??لو سره په غېر حاضرې كښې پرېكړې اورولې۔ په اپيل كښې د نو??ز شريف چارج شيټ هم شامل كړے شوے۔