اسلام آباد ۔05 جون (اے پی پی) الېكشن كمېشن د جسټس (ر) دوست محمد د خېبر پختونخوا لنډمهاله اعلی وزير غوره كولو اعلان كړ??۔ د نهې په ورځ د الېكشن كېمشن غونډه د چيف الېكشن كمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا په مشرۍ كښې وشوه۔ كومه كښې چې د كمېشن غړو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر لخوا په رالېږلې شويو 4 نامو غور وكړې شو۔ غونډې څخه وروستو د الېكشن كمېشن چارواكو ميډيا سره خبرو ??ښې ووئيل جسټس (ر) دوست محمد د خېبر پختونخوا لنډ مهاله اعلی وزير غوره كړ?? شوې۔ د ده د غوره كولو پرېكړه د ټولو په اتفاق شوې۔ دا خبره دې ??كا??ه وي چې د لنډ مهاله اعلی وزير په ټاكنه د خېبر پختونخوا اعلی وزير پروېز خټك او د مخالفې ډلې مشر مولانا لطف الرحمن ترمينځه د اتفاق نه راتلو څخه وروستو دا معامله پارلماني كمېټۍ ته لاړه او دغلته هم د اتفاق نه راتلو څخه وروستو الېكشن كمېشن ته ولېږلې شوه۔ الېكشن كمېشن ته د حكومت لخوا د حمايت الله او اعجاز قرېشي او د مخالفې ډلې لخوا د منظور آفريدي او د پېښور پخواني چيف جسټس دوست محمد نامه لېږلې شوې وه۔ الېكشن كمېشن د رايو په اتفاق جسټس (ر) دوست محمد غوره كړو