اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ له پكار دي چې د پاكستان په حقله خپل ټوېټ بېرته واخلي او بخښنه وغواړي٬د امريكائي مشرتابه د ټوېټ نه وروستو د پاكستان حكومت په زړه پورې غبرګون څرګند كړې٬په بېلو فورمونو داسې ټوېټ آحمقانه ګرځول شوي٬عمران خان له پكار دي چې د پارلمان په ضد په خپلو توهين آمېزو ټكو بخښنه وغواړي??ده تېره ورځ په يو شخصي ټي وي چينل پروګرام كښې خبرې كولې۔وزيراعظم ووئيل آ??ين د رائے څرګندولو حق وركوي او څوك د دې حق څخه محرومېدې نه شي خو څه چې عمران خان د پارلمان په حقله وئېلي هغه سم نه دي۔وزيراعظم ووئيل بل خوا پخوانې وزيراعظم محمد نواز شريف د عدليه پريكړی په حقله د خپلو رايو څرګندونه كوي كوم چې د هغه آ??ين حق دے خو هغه كومې ادارې ته كنځل نه دي كړې??ده ووئيل په نورو هېوادون?? كښې جمهوري نظام مخ په وړاندې تللې او په پاكستان كښې لا تراوسه دا نظام وده مومي چې پكښې مختلف ادارو له خپل محسوس كردار او حق ادا كول وي٬ده ووئېل كه په پاكستان كښې د جمهوري عمل تسلسل په ځاې پاتې شو نو داسې به نه كېدل څه چې كېږي??ده ووئيل نواز شريف هم غېر آئيني خبره نه ده كړې٬د آ??ين ترمخه اېسوسي اېشن جوړول د هر يو بنيادي حق دے??ده ووئيل عدالتونه د مقدمې د پريكړې اختيار لري٬د پخواني وزيراعظم په ضد په پريكړه عملدرآمد شوې خو اولس دغه قبوله نه كړه او نه به تاريخ دغه قبوله كړي??ده د ذوالفقارعلي بهټو د مقدمې حواله وركولو سره ووئيل داسې ډېرې پريكرې شته كومې چې قبولې نه كړې شوې٬د بهټو په كيس كښې دوو ججانو اعتراف كړے چې هغوي د دباؤ ترمخه پريكړه كړې۔وزيراعظم ووئيل د پانامه په كيس كښې د اپيل كولو حق ورنه كړې شو خو داسې پريك??ې مثال نه شي جوړېدې او په دې به بحث روان وي ۔د زينب كيس په حقله وزيراعظم ووئيل مونږ د قصور د اولس په غم دړد پوهېږو خو د يو هېواد قانون هم د سرعام پهانسۍ اجازه نه وركوي??ده ووئيل د آ??ين او قانون نه چاته د تجاوز كولو اجازه نشته٬پارلمان يوازنې فورم دے كوم چې قانون سازي كولې شي٬په حكومت د تنقيد په حقله وزيراعظم ووئيل دا كوم نوې څيز نه دے٬حكومت كوونكې خلق عمر له د تنقيد سره مخ وي۔وزيراعظم ووئيل د زينب پېښه ډېره درد ناكه وه خو د بده مرغه سياستمدارو په يو كريمينل مسئله هم سياست وكړو??ده ووئيل د مقدمې په تفتيش كښې زه د پنجاب حكومت په پرمختګ اطمينان لرم٬د مجرم نيولو له هڅې روانې دي او حكومت د مجرم قانون سره مخ كولو له زر تر زره هيله لري??ده ووئيل د امريكې او برتانيې غوندې پرمختګ كړو هېوادون?? كښې هم داسې پیښې رامخې ته كېږي او د شته آسانيو او هلو ځلو باوجود هلته هم د داسې مجرمانو په نيول?? كښې وخت لګي۔وزيراعظم ووئيل پوليس فورس د دغې سره سره د دهرنو او د امن او امان چارو مخ نيوي له هم كار كوي او صوبائي چارې عمر له صوبائي حكومتونه ترسره كوي د كومو چې آ??ين څرګند وضاحت كړې ۔بلوجستان كښې د حكومت بدلېدو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل سياسي بحران ځي راځي خو دغه كه په صوبائي كچه وي يا پھ مركزي په جمهوري انداز ترسره كول پكار دي??ده ووئيل د صوبائي اسمبلۍ د ټاكلو غړو د جمهوري حق نه انكار نشي كېدې خو څه چې هغوي وكړل د دغې منفي آغېز رامخې ته كېدې شي۔د قامي ايئر لائن د نجكارۍ په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل دا عمل د 2002 نه راروان دے٬د پي آئي اے 450 اربه روپۍ خساره د نورو زيانونو نه ځانله يوه وه??ده ووئيل د مسئلې حل كول زما ذمه واري ده او په دې كښې د ملازمانو د حقونو تحفظ كولې شي ٬ ده ووئېل كه زمونږ حكومت په دې عمل ونه كړو نو راتلونكې حكومت به دا عمل روان ساتي ځكه چې هېواد د داسې خسارې متحمل كېدې نشي۔د هندي دړكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل په شخړيز كشمير كښې د آ??ادۍ پاسون هلو ځلو څخه هند يرېدلې او هغوي د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو نه د نړيوالې ورورولۍ پام اړول غواړي??ده ووئيل د ګاونډيانو هېوادونو سره د خبرو اترو عمل تر بنيادي مسائلو لرې كولو ممكن نه دے۔د خبرو اترو عمل په سنجيدګۍ پكار دے د كوم فشار ترمخه نه۔د افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د 30 لكه نه زياتو افغان كډوالو كوربتوب كړې او دا پیټی مونږ د افغان مسئلې حل كولو له زغملې??ده زور راوړو چې نړۍ او افغانستان له د دې ستائنه پكار ده??ده د دې عزم پڅلے وكړو چې په پاكستان د افغانستان دننه د بريدونو تور نه شي لګېدې٬د افغان كډوالو هېواد ته ستنېدل د افغانستان كورنيو مسئلو حل كولو سره تعلق لري كوم چې په ديانتدارۍ حل كول پكار دي۔په پاك افغان پوله د خاردار تار لګولو په حقله وزيراعظم ووئيل دا عمل به روان وي٬جنګ د افغانستان د مسئلې حل نه دے۔مسئله د افغان قيادت په خپلو لاس?? كښې د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي??ده ووئيل پاكستان او نور هېوادونه د سهولت كار په توګه كردار ترسره كولې شي