اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د جاپان خارجه وزير تارو کونو به (نن) د شورو په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره اسلام آباد ته رارسي۔ د جاپان خارجه وزير به د پا??ست??ن خپل همڅنګ خواجه محمد آصف سره د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې اترې كوي۔ د جاپان خارجه وزیر به وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي سره هم د خېر سګالۍ ملاقات كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې پا??ست??ن جاپان سره خپلو اړيكو ته ??ېر اهميت وركوي٬ په كال 1952 كښې سفارتي اړيكو جوړېدو نه پس تر اوسه سياسي٬ اقتصادي٬ تجارتي او په نورو څانګو كښې د پاك جاپان په اړيكو كښې مثبت پ??شر??ت كېږي٬ د لوړې كچې د پلاويو تګ ر??تګ د دې مهمه برخه ده۔ د دوه اړخيزه اعلٰې كچ تبادلو د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړې دې۔ د جاپان د خارجه وزير تارو كونو اوسنۍ دوره به د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره مرستياله وګرځي۔