اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په خارجه وزارت كښې د مواصلاتي ډويژن دوره كړې۔ په دې موقع خاص خارجه سېكتر معظم علي خان، دوهم سېكتر امير خرم راټھور، د خارجه دفتر وياند ډاکټر فېصل او د خارجه وزارتِ نور لوړ پوري هم خارجه وزير سره وو۔ په دې موقع د مواصلاتي ډويژن ډائرېكټر خارجه وزير ته د نېټ وركنګ څانګې د كاركردګۍ پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ خارجه وزير ووئيل مونږ يو شمېر ستونزو سره مخ يو٬ د دې ستونزو مخنيوي لپاره به مونږ له د خپلو چارواكو د كار استعداد زيا??ول وي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د خارجه وزارت خارجه زلمي چارواكي په بشپړه محنت ٬ جذبې او ولولې سره كار كوي او د دې ن??يجې د ټولو په وړاندې دي۔ ده ووئيل مونږ له د خارجه وزارت مواصلاتي او تکنيکي نظام په جديد خطوط ̶1;اسټيټ آف دي آرټ ̶1; جوړول دي۔ په دې موقع خارجه وزير مواصلاتي ډويژن ته د بهترين وسائلو په وركولو كښې د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔ خارجه وزير په دې موقع د خارجه وزارت د امنيتي ډويژن هم دور?? وكړه او په امنيتي انتظاماتو ئې د اطمينان څرګندون?? وكړه۔(ګ ل