اسلام آباد ۔ 21 مئی (اے پی پی) د هېواد د پارلیمانی تاریخ 15 مې قومي اسمبلۍ د اولنو 9 مياشتو راپور جاري ??ړې شو۔ د نهې په ورځ د قومي اسمبلي سېكرټرېټ ترمخه په 13 اګست 2018ء د پیل شوې 15مې اسمبلۍ تر دې دمه 9 سېشن شوي ??ي۔ په 9 سېشنز كښې تر 89 ورځو د اسمبلۍ كارروائي روانه وساتلې شوه۔ د مخالفې ډلې غړو ته د اسمبلۍ كارروائۍ په مهال زيات وخت وركړې شو۔ د مخالفې ډلې غړو ته په مجموعي توګه د 48 ساعتونو او 21 دقيقو وخت وركړې شو۔ د مخالفې ډلې په مقابله كښې حكومتي غړو په مجموعي توګه 35 ساعته 19 دقيقې و??ت ترلاسه كړې شو۔ قومی اسمبلۍ كښې 23 حکومتی او 47 نجی بلونه وړان??ې كړې شول۔ تر دې دمه 8 حکومتی او يو نجي بل منظور كړې شو۔ قومی اسمبلۍ كښې 22 قراردادونه منظور كړې شول۔ د حضور نبي كريم (ص) د زېږېدنې په ورځ د عقيدت پېرزوينې وړان??ې كولو او د بشري حقونو او ?? كوچنيانو نړيوالې و??ځې په اړه قرارداد منظور كړې شو۔ د هندي جارحيت په ضد هم قومي اسمبلۍ كښې قرارداد منظور كړې شو۔ قومی اسمبلۍ كښې د 1071 پوښتنو ځوابونه وكړې شول۔ د پام ګرځونې 85 نوټسې د غونډې كارروائۍ كښې شامل كړې شوې۔ سپیکر د حكومت په مقابله كښې مخالفې ډلې ته د زياتو خبرو كولو موقعه وركړه