اسلام آباد ۔ 18مئی(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف لارښود او د قومي اسمبلۍ غړي نواز خان وئيلي دي وزیراعظم عمران خان به د اګست په 14 مه نېټه د هزاره م??ټروے پرانسته كوي۔ په م??صوبه 80 فيصده كار ترسره شوې ٬ پاتې 20 فيصده به راروانو درې مياشتو كښې سر ته ور??ي۔ د خالي په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل په هزار موټروے د كار رفتار تند كړې شوې دې۔ په م??صوبه كار كوؤنكې كمپنۍ ته د اګست تر اولنې اوونۍ د كار ترسره كولو هدايت شوې دې۔ دهېواد د معاشي صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د نړيوالې مالياتي ادارې څخه د پېكج ترلاسه كېدو ??ه وروستو به د هېواد معيشت مضبوط شي او ګرانۍ كښې به هم كمې رامخې ته شي۔ ده ووئيل حكومت به قومي دولت لوټ كوؤنكو سره هېڅ رعايت نه كوي بلكې ??وئي څخه لوټ كړې شوې پېسه به اخستلې او په اولس به مصرف كولې شي