لاهور 02 فرروي (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې هېواد لوټ كوونكي بزدله سياستدان د كرپشن په كېسونو كښې د هېرو جوړېدو هڅې كوي٬ د ډاكوانو د لوټ نزله په اولس راغورځېږي٬ د نواز ش??يف او آصف علي زرداري سياست له مېنځه تللې٬ الله ماته د ديوال شا ته د ليدنې صلاحيت راكړے٬ د وزيراعظم نه غوښتنه ده چې د ډيل او ډهيل د افواګانو په اړه قوم په اعتماد كښې واخلي٬ دې خلقو د قطر٬ كوېټ او اسامه بن لادن مال هم دې پرېښي۔ ده دا خبرې د خالي په و??ځ په رېلوے هېډكوارټرز لاهور كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د رېلوے افسران هم موجود وو۔ شېخ رشيد احمد ووئيل چې بزدل سياستدانان ناروغې ځكه لري چې كېدے شي د ضمانت سبب جوړې شي۔ ده د سپيكر څخه غوښتنه وكړه چې رانا نثاالله او خواجه سعد رفيق دې د پي اے سي غړي وټاكي۔ ده ووئيل چې الله ما ته د ديوال شا ته د كتلو صلاحيت راكړے٬ زه چې كله د پانامه په ك??س كښې لاړم نو خلقو به راپورې ټوقې كولې۔ ده ووئيل چې د پارلمان سينئر غړے يم او شهباز ش??يف پټواري٬ د تاڼې سياست او د بيوروكرېټس كورونو ته د تللو تجربه لري۔ ده ووئيل چې پبلك اكاؤنټس كمېټې ته زما تلل ضروري دي ځكه چې مونږ خلقو دې لپاره ووټ راكړے چې غله او لوټ كوونكي د قانون منګولو ته و??پارو۔ پي اے سي ته تلل زما حق دے٬ كه الله لار بند نه كړه نو څوك ئې هم نه شي بندولې۔ ده ووئيل چې بلاول بهټو زرداري د چا په ضد لانګ مارچ كوي ٬ كه هغه د كرپشن په ضد لانګ مارچ كوي ٬ نو زه به و??سره يم خو بايد ده ته معلومه وي چې د ده پلار مړي هم نه دي بخښلي۔ ده ووئيل چې په نواز ش??يف او آصف علي زرداري كښې فرق دومره دے چې نواز ش??يف ته دولت ځائ ته د رسولو چل ورځي خو زرداري ته د ګول ګپې او فالودے والا په لاس ورشي۔ د رېلوے وزير د سرلښكر نه هم غوښتنه وكړه هچې د شهباز ش??يف د امنيت نه دې د رېنجرز ګاډي لرې كړې شي ځكه چې هغه څوك هم څه نه و??ئي۔ ده ووئيل چې نه پوهېږم چې پي اے سي ته زما د تګ نه خلق ولې يره لري۔ ده ووئيل چې ما ته آئين او قانون زباني ياد دے٬ بايد شهباز ش??يف هم ياد وساتي چې هغه په غېر اخلاقي توګه د پي اے سي مشر دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې د فرورې په 12مه نېټه به و??يراعظم عمران خان د تهل اېكسپرېس پرانسته كوي كوم به چې د پېنډې نه تر ميانوالي٬ كنديا٬ مظفر ګړھ او ملتان چ??ېږي۔ دغسې د مارچ په 30مه نېټه د وي آئي پي ټرېن جناح اېكسپرېس چلولو نېټه ټاكل شوې٬ د دويم وي آئي پي اېكسپرېس نوم سرسيد اېكسپر??س كېښودل شوے۔ ده ووئيل چې په رحمان بابا اېكسپر??س كښې د مسافرو شرح 160 فيصده ده او د ټولو ګاډو شرح 140 فيصد ده۔ وفاقي وزير ووئيل چې په اسلام آباد كښې به يو ساعت په خپله د خلقو شكايات اورم۔