اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) وزيرا??ظم ع??را?? خان وئيلي ??ي ايف بي آر كښې اصلاحات كول د حكومت د تږ لارې مهمه برخه ده٬تير وخت كښې اولس او په خاص توګه بزنس كميونټي د ټيكس چارواكو د اړخه تنګول ٬ د ټيكس وصوليو كړكيچن عمل ٬ كرپشن او ټيكس څخه جمع شوې روپۍ د حك??را??انو ذاتي استعمالولو پھ وجه د عامو وګړو په ټيكس نظام او ايف بي آر باور ختم شوې ٬ كوم چې بحالولو ته اړټيا لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ وزيرا??ظم آفس كښې فېډرل بورډ آف ريونيو كښې اصلاحاتو په اړه د غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬د محصولات دوهم وزير حماد اظهر٬د اېف بي آر چيئرمېن جهانزېب خان او نورو افسرانو ګډون وكړو۔د اېف بي اے چيئرمېن وزيرا??ظم ته د پاكستانو وګړو په بهر هېواد كښې جائيدادونه په ګژته كړل او هغه له يې د ټېكس وصولۍ لپاره په شوو اقداماتو بريفنګ وركړو۔وزيرا??ظم ته ووئيل شول د بېلو ادارو د بهر هېوادونو څخه شوو لوظ نامو او معلوماتو بېلو ذريعو څخه د موجودو اثاثو تفصيلات ترلاسه كېږي۔د ترلاسه شوو معلوماتو تفصيلي ??اج اخستلو نه پس د قانون له مخې د ټېكس وصولۍ لپاره ګڼو كسانو ته نوټس جاري كړې شوې۔د اېف بي آر چيئرمېن ووئيل د بهر هېوادونو جائيدادونو په اړه د بېلو كيسونو پلټنو او هغه زر تر زره بشپړولو په غرض د هېواد په لويو ښارونو كښې آف شور ټېكسېشن كمشنرېټ جوړ كړې شوي۔وزيرا??ظم په بهر هېوادونو كښې د اثاثو په اړه كيسونه زر تر زره تر منطقي انجام رسولو له سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې د نان فائلرز او په لويه كچه د ټېكس بچ كوونكو د ټېكس په نېټ كښې شاملولو له په شوو اقداماتو تفصيلي ??ريفنګ وركړی شو۔وزيرا??ظم ته د اېف بي آر تنظيم نو او د ادارې افرادي قوت حاجتونو پوره كولو٬د ادارې څخه د كرپشن ختمولو٬د ټېكس چارواكو د كار استعداد زياتولو٬د افسرانو كاركردګۍ باقاعده جاج اخستلو سره د ټېكس وركولو عمل لا آسانولو او د ادارې مجموعي كلتور بدلولو له په اقداماتو تفصيلي ??ريفنګ وركړې شو۔وزيرا??ظم ته ووئيل شول د ادارې تنظيم نو كار به په يو څو اونو كښې پېل شي كومې لپاره چې كوټلې پلان مرتب كړی شوې۔وزيرا??ظم ته ووئيل شول د اولس آسانيو لپاره په سمدستي توګه نوې وېب پاڼه جاري كولې شي او د آسانيو ډسك به جوړولې شي۔د ادارې كاركردګي ښه كولو او سپيځلتيا باوري كولو له به د انټرنل آډټ څانګه اېف بي آر څخه جلا كولې شي۔غونډې ته خپل خطاب ګښې وزيرا??ظم ووئيل په اېف بي آر كښې اصلاحات٬د حكومت د اصلاحاتي ايجنډې مهمه برخه ده۔ده ووئيل له بده مرغه تېرو حكومتونو په هېواد كښې د ټېكس نظام كښې خرابي لرې كولو او د ټېكس بيس زياتول نظرانداز كړي۔وزيرا??ظم سپارښتنه وكړه چې اېف بي آر دې د ټېكس لويو غلو څخه ټېكس ريكوري او نان فائلر د ټېكس په نېټ كښې شاملولو ته پام لرنه وكړي۔په بې نامي جائيدادونو خبره كولو سره وزيرا??ظم سپارښتنه وكړه چې د اړوند قانون ترمخه د رولز جوړولو عمل دې زر تر زره بشپړ كړی شي