اسلام آباد 22 دسمبر (اے پی پی) د س??نېټ چیئرمېن صادق سنجرانی وئيلي دي چې سعودی عرب او پاکستان نزدې اتحادیان دي او سعودی عرب په هر سخت وخت كښې د پاکستان ملګرتيا كړې، پاکستان په سيمه ايزه او ن??يواله كچه د امن خوښي لري۔ دا خبرې ده د خالي پھ ورځ سعودی عرب څخه هېواد ته د راستنيدو په مه??ل وكړې۔د س??نېټ چیئرمېن صادق سنجرانی د پلاوي سره د خالي پھ ورځ د سعودی د شوری کونسل چیئرمېن په بلنه د سعودی عرب څلور ورځنۍ سرکاری دورہ بشپړه كولو سره هېواد ته راستون ش??ې۔ د س??نېټ چیئرمېن په ميلمستيا كولو د سعودی شاہ سلمان بن عبدالعزیز او ولی عهد محمد بن سلمان مننه وكړه ۔ ده ووئيل د دورې په مه??ل د سعودی اعلی چارواكو سره ملاقاتونو سره به سباؤن كښې د دواړھ هېوادونو ترمينځه د مرستې زياتولو نوې لارې پرانستلې شي۔ ده ووئيل پاکستان او سعودی عرب نزدې اتحادیان دي او دواړه هېوادونه خپلو كښې قوي اړيكې لري۔ ده ووئيل د پاکستان اولس او حکومت سعودی عرب سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ د س??نېټ چیئرمېن د دورې په مه??ل د اسلامك ملټری الائنس کمانډر جنرال راحیل شریف سره هم ملاقات کړې۔