اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په سوشل ميډيا په منظمه توګه د ناسمو خبرون?? او اعلاميې خپرولو نوټس اخستو سره وئيلي دي چې د سوشل ميډيا آزادي متاثره كولو نه غېر د جعلي خبرونو په ضد سخت اقدامات كولو ته اړتيا ده۔ د ګل ??ه ورځ وفاقي وزير د پاكستان تحريك ??نصاف د قامي اسمبلۍ غړې مليكه بخاري ټوېټ هم ټېګ كړې كوم كښې چې مليكه بخاري د بينظير انكم سپورټ پروګرام د مشرې په حېث ټاكنه رد كړې۔ په خپل ټوېټ كښې وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن ووئيل په سوشل ميډيا په منظمه توګه ناسم خبرونه او اعلاميې خپرولې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل دا لړۍ د ميډيا ډنر عكس څخه پېل شو?? او اوس دا ډول فضوليات روان دي۔ بلخوا مليكه بخاري په خپل ټوېټ كښې ووئيل چې زه په سپينو ټكو دا خبره په رېكارډ راوستل غواړم چې زه د بي آئي اېس پي مشره نه يم ټاكلې شو?? او د زلفي بخاري رشته داره هم نه ??م۔ مليكه بخاري د دې هيلې څرګندونه وكړه چې په دې لړ كښې به اوس بحث ختم شي