پېښور 28 ستمبر (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان وئيلي دي د اولسي خدمت په نتيجه په خېبر پښتونخوا كښې بيا د حكومت راتللو سره د اولس هيلې لا زياتې شوې دي كومو تر سره كولو لپاره به چې ټولو وزيرانو له خواري كول وي ٬ پېښور بي آر ټې او د سوات موټروے دې په وخت ترسره كړې شي٬ د صحت په اړه د روغتنونو بوړدز جوړولو ا?? انتظامي اصلاحات دې زر بشپړ كړې شي۔ وز??راعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا د صوبائي كابينې غړو سره ملاقات كښې كړې څوك چې نن پېښور ته په يوه ورځنۍ دوره رسېدلې ٶ۔ د وزيراعظم جوړېدو نه پس دا د عمران خان د پېښور وړومبۍ دوره وه ۔ د صوبائي کابینې غړو سره د ملاقات په مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان او وز??راعلی محمود خان هم موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان ته صوبه كښې په روانو منصوبو بريفنګ وركړې شو۔ وز??راعظم په ټولو منصوبو كار په ټاكلې موده كښې بشپړولو سره سره د سپېځلتيا باوري كولو سره خېبر پښتونخوا كښې د سېلګرۍ لا ودې لپاره د اقداماتو هم امر وكړو۔ وز??راعظم ووئيل د صحت په اړه د روغتنونو بوړدز جوړولو ا?? انتظامي اصلاحات دې زر بشپړې كړې شي۔ وز??راعظم د صوبائي كابينې غړې د بلدياتي نظام پحقله په اعتماد كښې واخستل ۔ وز??راعظم ووئيل د صفائي په قامي كمپائن كښې به صوبائي حكومت هم بشپړه ملګرتيا كوي۔ ده ووئيل د وفاقي حكومت غوندې صوبائي حكومت دې هم د تجاوزاتو په ضد كاروائي وكړې ۔وزیراعظم عمران خان باور وركړٶ