پېښور 12 ستمبر(اے پي پي) د درہ آدم خېل په اخوروال س??مه كښې د سكرو درنګ كېښناستو له امله 9 مزدوران مړه او 4 ژوبل شوي دي ٬ په مړو كښې د زياتره كسانو تعلق د خېبرپښتونخوا د شان??لې ضلع پاګوړئۍ سره دے۔ د ځائي چارواكو له مخې د سكرو درنګ كوم چې د حاجي فردوس خان ملكيت دے د ګاز له امله چاٶدنه وشوه چې په سوب ئې درنګ كېښناست او د ملبې لاندې كار كوٶنكي ګېر ش??ل٬ د چاٶدنې نه پس د مرستې كارونه پېل شوې۔ د كوهاټ ډي سي او له مخې ملبې څخه د 9 كسانو مړي او 4 ژوبل شوي كسان رېسكيو كړې شوې