اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) جېلاني انرجي ﴿پرائيوېټ﴾ لمېټډ به په كوئله د چلېدونكي پلانټ په مرسته 6.5 مېګاواټه برېښنا پېدا كوي۔ د خبر له مخې په پاكستان كښې د فېبرك او ??لا??ټك پېكنګ مصنوعات تيارونكې لوئې صنعتي ډلې جېلاني ګروپ ته نېشنل الېكټرانك پاور رېګولېټري اتهارټۍ ﴿نېپرا﴾ لائسنس جاري كړے۔ د جېلاني ګروپ لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د برېښنا پېداوار څخه به جېلاني ګروپ د برېښنا خپل ضروريات پوره كړي۔ دې پلانټ لپاره به ه??ه ورځ 97 ټن كوئله پكار وي۔ كمپنې وئيلي دي چې په ابتدائي توګه به كمپني پاور پلانټ چل??لو لپاره درآمدي كوئله كاروي او بيا وروستو به ځائي كوئله كارولې شي۔