چارسدہ 06 جولائي(اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند مركزي ??در اسفندیار ولي خان وئيلي دي د نواز شريف په ضد د اوسنۍ پرېكړې وخت ښه نه دے٬ ښه به ٶ چې يو څو ورځې ايسار كړې شوې ؤ ٬ د ټاكنو نه وړاندې د دې پرېكړې سره به د يو خاص سياسي ګوند سپورټ كولو تاثر پېدا شي۔ د دې خيالاتو ??رګندونه ده خپله حلقه كښې اولسي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكره۔ ده ووئيل نن وضعه د وړاندې نه زياته سخته او هېواد په نازك موړ ولاړ دے او د الېكشن متنازعه كولو هڅه روانه ده۔ ده ووئيل د لنډمهاله صوبائي حكومت په وړاندې د ټاكنو په كمپائن كښې سركاري وسائل كارولې كېږي او په بېلا بېلو حلقو كښې پرمختيائي كارونه هم روان دي٬ بايد د ټاكنو كمېسون نوټس واخلي۔ اسفندیار ولي خان ووئيل عمران خان خپلو جلسو كښې د اولس د خېر ښګرې په ځائ په مخالفينو ټكونه كوي۔ ده ووئيل د هېواد دريو صوبو په كال 1986 كښې د كالا باغ ب??د په ضد قراردادونه پاس كړې او دې لپاره د واپډا نه دې پوښتنه وكړې شي چې ھغوي نوې بند ولې نه دې جوړ كړې؟ ده ووئيل د اے اېن پي په كاركنانو كښې د جوش او جذبې كمې نشته او د جولائي په 25مه نيټه به د كاركنانو خوا??ي ځې ونيسي ۔ ده ووئيل عوامي نېشنل ګوند به په اقتدار كښې راتللو سره ټولې قامي مسئلې هواروي او د صوبې خوشحالۍ او پرمختګ ته به پام لرنه كوي