اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او اد??ي ورثه وزير سيد علي ظفر د كشميري خبري??ل شجاعت بخاري د قتل سخته غندنه كړې۔ د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې د كشميري خبري??ل شجاعت بخاري شهادت د هند ظلم او د بربريت په ډاګه كولو د غږ د طاقت د لارې د غلې كولو ناوړه هڅه ده۔ ده ووئيل چې تاريخ ګواه دے چې د حريت فكر كله هم د طاقت په بنياد نه دې غلې كړے شوے۔ د اطلاعاتو وزير د شجاعت بخاري كورنۍ سره د غمرازې څرګندونه وكړه او د شهيد ??وړ?? درجو لپاره ئې دعا وكړه۔