اسلام آباد ۔ 9 مارچ (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د جمهوريت استحكام لپاره ?? ټولو سياسي همكارانو او د قامي ادارو ترمينځه مشاورت او د نظام ساتنې له آئيني ضمانتونه ضروري دي۔ په دې لړ كښې به ايوان صدر ټولې ضروري اسانۍ په خوشحالۍ وركوي۔ ټول ګوندونه دې خپل منځ كښې اختلافات يو خوا او د جمهوري عمل مخ په وړاندې بوتللو له خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن د جمعې په ورځ د نيمو موده ترسره كوؤنكو سناتورانو ته د د مخه ښې خطاب كولو۔ په دې مهال د سې??ېټ چيئرمېن میاں رضا ربانی، د قامي اسمبلۍ سپيكر سردارایازصادق،دسې??ېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حیدری، سې??ېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق او د مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن هم خطاب وكړو۔ اولس مشر ووئيل پارلمان د مملكت كار چلولو ٬ د حكو??ت رخ سمولو او په كاركردګۍ د نظر ساتلو تر ټولو لويه اداره ??ه كومې ته چې د رياست ټولې ادارې ځواب وركوؤنكي دي۔ په اوسنو ورځو كښې د دې يو څو غوره نمونې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل راتلونكو ورځو كښې به هم د دې مثبت اثرات ??امخې ته شي۔ ده ووئيل د دې عمل زيات فعاله او ګټور جوړولو له به مناسب وي چې د سياسي نظام نور همكارو ادارو او اړوندو قامي ادارو سره ?? مشاورت اهتمام وكړې شي۔ ده ووئيل سې??ېټ دې دې ته په يوه خله آئینی تحفظ وركړي دغسې چې جمهوري نظام د آئين د منشاﺀ او د اولس د هيلو ترمخه مخ په وړاندې روان كړې شي۔ ده هيله ولرله چې د قام په لويه ګټه كښې دا كار به په بېړني بنيادونو كولې شي دغسې چې تاريخ ئې په ښو ټكو ياد وساتي۔ اولس مشر ووئيل اولس د سې??ېټ اوسنيو ټاكنو سره ??ترې هيلې تړلې دي۔ ولې ځينې سياسي لارښودو په دې عمل چې د كوم ډول تورونه لګولې هغه د اندېښنې وړ دي۔ ده مشوره وركړه چې چارې د متنازعه جوړولو په ځائې دې غور وكړې شي او كه ضرورت محسوس شو نو په ټاكنو نظام كښې دې مناسب بدلون وكړې شي۔ ده ووئيل د تېرې څه مودې څخه چې هېواد كښې څه شوي د دې يو سوب د سياسي او جمهوري مزاج څخه نابلده پاتې كېدل هم كېدې شي او ځينې نور مقاصد ئې هم ۔ ده ووئيل په داسې صورتحال قابو موندل د ټول قام اجتماعي ذمه واري ده۔ ولې اولنۍ ذمه واري د سياستمدارو او پارلماني غړو ده۔ ده په ټولو سياسي ګوندونو زور راوړو چې خپل منځه اختلافات يو خواته كولو سره ?? جمهوري عمل مخ په وړاندې بوتللو له خپل كردار ترسره كړي دغسې چې سياسي عمل مضبوط شي۔ اولس مشر په دې مهال د سې??ېټ چيئرمېن مياں رضا رباني د جمهوريت بقاﺀ له د خذماتو ستائنه وكړه او هيله ئې ولرله چې د سې??ېټ چيئرمېن او غړي به د مودې ترسره كېدو څخه وروستو هم هېواد لپاره ??پل خذمات ??اري ساتي۔ ده هيله ولرله چې زمونږ اولس په مسئلو د پوهېدو او د مقابلې كولو ??وص??ه لري او د پاكستان سباؤن ډېر ځلنده دے