اسلام آباد ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې وزير انجینئر محمد بلیغ الرحمان وئيلي دي تعليم امن په ځا??ې كولو او پرمختګ كښې بنيادي اهميت لري۔ ده د نهې په ورځ اسلام آباد پرېس كلب كښې د پېل كېدونكي دوه ورځني كنفرنس “عصر حاضر میں مسلمانوں کا کردارِِ” پرانستې سېشن ته خطاب كولو۔ ددې كنفرنس اهتمام لاهور پوهنتون ٬ بېن الاقوامی یونیورسټیز کونسل او د مسلم سکالرز بین الاقوامی یونین كړې۔ دې كنفرنس كښې د اسلامي نړۍ بېلو پوهنتونو مشران او سكالران ګډون كوي۔ په دې مهال خپل خطاب كښې دوهم وزير ووئيل د پاكستان حكومت د نړيوال معيار زده كړو او لوړو زده كړو له د ټاكلې هدفونو ترسره ك??لو پلو خاص پاملرنه ك??ي۔ ده ووئيل نن مسلمانان بېلو چېلنجونو سره مخ دي كومو كښې چې تر ټولو لوئې چېلنج ترهګري ده۔ پاكستان د ترهګرۍ په ضد مهم كردار ترسره كړې او ترهګرۍ ته ماتې وركولو سره ئې امن په ځا??ې كولو كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ ده ووئيل نړۍ كښې من په ځا??ې كولو ، همغږۍ ٬ پرمختګ او د سلامتيا ودې مقصد ترلاسه ك??لو له به اسلامي نړۍ له خپل كردار ترسره ك??ل وي۔ ده ووئيل مسلمانانو له به تعليم ته خاص پاملرنه ك??ل او نوې ټېكنالوجي او مهارتونه به خپلول وي۔ ده ووئيل مونږ له به د زده ك??ؤنكو كردار پلو هم خاص پام كول وي دغسې چې هغوي د ښه او بد ترمينځھ فرق وپېژني۔ دوهم وزير ووئيل حكومت هېواد كښې د زده كړو ودې ته خاص پام كوي ۔ ده د كنفرنس په ك??لو لاهور پوهنتون ٬ بین الاقوامی یونیورسټیز کونسل او د مسلم سکالرز بین الاقومی یونین ته مباركي وركولو سره هيله ولرله چې سكالران ٬ سفارت كار او علماﺀ كرام به په ګډه يو تګلار وضعه كړي دغسې چی دې تند رفتاره نړۍ او موجوده نېټ ورك سره مسلمان خپله همغږي څنګه پېدا كولې شي