اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) په چين كښې به د ماربل٬ ګرينائيټ او د نورو آرائشي كاڼو نړيوال نندارتون راتلونكې كال په مارچ كښې كېږي چې پكښې د پاكستان ګڼ شمېر كمپنې او تجاران ګډون كوي۔ د ټي ډي اے پي له مخې دا نندارتون به د مارچ په شپږ??ه نېټه پېل كېږي او د مارچ تر 9??ه نېټې به دوام ولري۔ پاكستان د ماربل ذخ??رو په اړه د نړۍ په لويو لسو هېوادونو كښې شامل دے۔ په پاكستان كښې د ماربل د 64 نه زيات اقسام شته۔ د ماربل صنعت د 30 زرو نه زياتو كسانو ته روزګار ه?? وركوي۔