اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكستان د كلبهوشن يادېو كورودانې ا?? مور سره د م??اقات لوظ پوره كړو٬ ملاقات خالص د انساني همدردې په بنياد شوے٬ كمانډر يا??يو په پاكستان كښې د هندي ترهګرې اصل څېره ده٬ د هند د قونصلر رسنې په اړه پرېكړه به د هېواد م??اد او قانون په نظر كښې ساتلو سره كولې شي٬ د يادي?? مور د پاكستاني حكومت٬ اولس او د خارجه دفتر مننه كړې۔ د ګل په ورځ د هندي جاسوس كلبهوشن كورودانې ا?? مور سره په خارجه دفتر كښې د م??اقات كولو نه پس مېډيا ته په بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند وئيل چې هندي جاسوس٬ ترهګر او ورانكار د هند د نېوي حاضر سروس آفيسر كلبهوشن يادېو ته په پاكستان كښې د جاسوسې٬ ترهګرې او ورانكارې په چارو كښې په ككړ كېدو د مرګ سزا اورول شوې۔ هندي جاسوس په عدالت كښې د مجسټرېټ په وړاندې په سندھ او په خاص توګه په بلوچستان كښې د ترهګرې د كارروائيو اعتراف كړے۔ د تحقيقاتو او مقدمې ترسره كېدو نه پس پاكستان خالص د انساني همدردې په توګه هند ته د يا??يو كورودانې سره د م??اقات وړاندېز كړے خو هند يا??يو سره د هغه د م??ر د م??اقات كولو خواست وكړو كوم چې پاكستان منظور كړو۔ د يا??يو كورودانې ا?? مور سره په اسلام آباد كښې د هند دوهم هائي كمشنر ے پي سنګهـ هم و خو هغوي ته يا??يو سره د خبرو كولو او د خبرو اورېدلو اجازه نه وه۔ د م??اقات په مهال هغه هندي جاسوس ليدلې شو۔ وياند ووئيل چې د يا??يو كورودانې ا?? مور ته د پاكستان د دورې كولو اجازه د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې وركړې شوې۔ اسلام د امن ??ين دے او د صله رحمې درس وركوي۔ وياند ووئيل چې د هند په وېنا د كمانډر يا??يو كارروائيو يو شمېر مېئندې د زامنو او لوڼو نه محروم كړے دے۔ ده ووئيل چې د دوهم هائي كمشنر موجودګي قونصلر رسنه نه وه٬ وياند ووئيل چې د يادويو كورودانه ا?? مور بېرته مسقط ته ولېږل شول۔