اسلام کوټ/حېدرآباد 22 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وف??قي وزير احسن اقبال وئيلي دي تھرکول منصوبه د سي پېك برخه جوړه كړې شوې ٬ تهر به د توان دارالخلافه وي٬ دلته نه به د برېښنا پېداوار په كال 2019 كښې پېل شي٬ تهر د سرمايه كارۍ د ټولو نه لوي مركز جوړېدونكې دے٬ د ګردې نړۍ نه به سرمايه كار دلته راځي٬ هېواد د دهرنې سياست ته نه د معيشت قوي كولو ته ضرورت دے٬ وف??ق ٬ سندھ او شخصي سېكټر په ګده كار كولو س??ه د 60 كالو كار په تهر كښې په دوه كاله كښې بشپړ شوې٬ پسماندہ تھر معاشي انقلاب پلو روان دے٬ تهر كښې به ډېر زر پوهنتون جوړ كړې شي۔ دا اعلان وف??قي وزير اسلام كوټ تهر كښې د اېنګرو بلاك ټو او د نورو پروژو معائنې په موقع دستورې ته د وېنا او ميډيا سره په خبرو كښې وكړو۔ ده ووئيل په كال 2013 هېواد كښې تېارې وې او مونږ د توان منصوبې پ??ل كړې چې ورسره د توان په بحران قابو موندلو له مرسته ترلاسه شوه ۔ ده ووئيل تھرکول د سي پېك برخه جوړه شوې ٬ تهر به د توان دارالخلافه وي٬ دلته نه به برېښنا پېداوار په كال 2019 كښې پېل شي٬ تهر د سرمايه كارۍ د ټولو نه لوي مركز جوړېدونكې دے٬ ده ووئېل د ګردې نړۍ نه سرمايه كار دلته راځي۔ تهر كښې به د تعليم او صحت څانګې هم وده وكړي۔ ده په تهر كښې د وف??ق لخوا د پوهنتون جوړولو هم اعلان وكړو۔ ده ووئيل زه په دې ډېر خوشحاله يم چې تهر كښې مېرمنې هم سړو س??ه اوږه په اوږه كار كوي او ټركونه هم چلوي ٬ تهر كښې مسلمانان او هندوان په شريك احترام سوله ايز ژوند كوي٬ پاکستان د اسلام په نامه جوړ شوې او د قائد اعظم دا وژن ٶ چې دلته مسلم او غېر مسلم د يو بل تحفظ وكړي۔ ده ووئيل تهر د پرمختګ مزل پ??ل كړې ٬ تهر كښې سرمايه كارۍ او پرمختيائي منصوبو س??ه په سېلګري هم وده وكړي ۔ دې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې داخله وزير احسن اقبال ووئيل تهر كښې به ارزانه برېښنا پېدا كېږي۔ ده ووئيل حكومت ٬ سندھ او نجي سېكټر سره په ګده كار كولو س??ه د 60 كالو كار په تهر كښې په دوه كاله كښې بشپړ شوې٬ پسماندہ تھر معاشي انقلاب پلو روان دې٬ تهر كښې به ډېر زر پوهنتون جوړ كړې شي ٬ ۔ وف??قي وزير په ماډل وېلېج د سندھ اېګرو كول مائنز كمپنۍ او د تهر فاٶنډېشن له مخې په جوړ كړې شوې كلي كښې د آر او پلانټ پرانسته وكړه ۔ په دې موقع د اېنګرو كول مائنز سي اي او شمس الدین احمد شېخ وف??قي وزير له په دې لړ كښې تفصيلي بريفنګ وركړو۔