اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) سناتورې راحيله مګسي وئيلي دي چې د علامه اقبال اوپن پوهنتون تعليمي او سماجي خدمات د قدر او نورو پوهنتونونو لپاره د تقليد وړ دي۔ هغې دا خبرې د س??نې?? قائمه كمېټې د غونډې په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير انجينئر بليغ الرحمان٬ د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد٬ د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر شاهد صديقي٬ سناتور مشاحد حسېن سيد٬ سناتورې ګل بشرا٬ سناتورې سحر كامران٬ سناتور اعظم سواتي او د اېن سي اېچ ډي مشرې رزينه عالم خان ګډون وكړو۔ د پوهنون وائس چانسلر شاهد صديقي د س??نې?? قائمه كمېټې ته د پوهنتون د اقداماتو او تعليمي خدماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ سناتور راحيله مګسي ا?? سناتورې سحر كامران د پوهنتون كاركردګي ستائيلو سره په سندھ كښې د پوهنتون نورو سيمه ايزو دف??رو جوړولو لپاره د وړيا زمكې وركولو اعلان وكړو۔ سناتور اعظم سواتي په خېبر پښتونخوا كښې پوهنتون ته د فزيكل اسانيو برابرولو اعلان وكړو۔ سناتور مشاهد حسېن سيد د درې كلونو په موده كښې د پوهنتون په فعالولو د شاهد صديقي ستائنه او مننه وكړه ٬ ?? كمېټې غړو د پوهنتون په اقداماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔