اسلام اباد 27 اکتوبر (اے پی پی) وز??راعظم شاهد خاقان عباسي د برېښنا په تېلو چلېدونكي پاور پلانټس پرله پسې په لږ وخت كښې په ګاز د بدلونو امر كولو سره وئيلي دي دې اقدام سره به د تېلو درآمدي بل كم او د برېښنا پېداوار به زيات باوري شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ ورزيراعظم هاٶس كښې د برېښنا پېداوار او هېواد كښې د طلب او رسد پحقله د جاج اسختو غونډې ته كړې۔ غونډه كښې د برېښنا پېداوار متوقع لګښتونه او د نومبر 2017 نه تر فروري كال 2018 په راتلونكو څلور مياشتو كښې د متوقع طلب هم جاج واخستې شو۔ وز??راعظم ته ووئيل شول د بېلا بېلو وېش كوونكو كمپنو څخه د ترلاسه شوو شمېرو له مخې په راتلونكو څلورو مياشتو كښې د اوسط طلب اندازه تقريباً 14452 مېګاٶاټ ده او آئي پي پيز او پېداواري كمپنو څخه خالص پېداوار به نزدې 16865 مېګاٶاټ وي۔ دا هم ووئيل شول په راتلونكو څلورو مياشتو كښې به متوقع اضافي برېښنا 2400 نه تر 3400 مېګاٶاټ ترمېنځه وي۔ د شمېرو له مخې وز??راعظم امر وكړو د كم پېداوار پاور پلانټ دې مرحله وار بند كړې شي او د برېښنا په تېلو چلېدونكي پاور پلانټس دې پرله پسې په ګاز د بدلولو لپاره ټول ترلاسه وسائل وكارولې شي۔ده ووئيل په تېلو چلېدونكي پاور پلانټس او د موجوده پاور پلانټس د كار استعداد اضافې لپاره د تېلو د درآمد بل به كم شې بلكې د برېښنا زيات نه زيات وركړه به هم باوري شي۔ وز??راعظم دا هم امر وكړو چې د شخصي څانګې لپاره د ګاز وركړه او زيات كارول باوري كولو لپاره سنټرل پاور پرچېزنګ اېجنسۍ ٬ نجي پاور اېنډ انفراسټركچر بورډ او پاكستان كښې د اېم ??ېن جي ټرمينل لمېټډ ترمېنځه پراخه رابطه كاري دې باوري كرې شي۔وزيراعظم امر وكړو چې ترلاسه وسائل په بشپړه توګه كارول او د برېښنا ادارو زياتې مستعدۍ لپاره دې د اړوندو ترمېنځه رابطې زياتې كړې شي۔ وز??راعظم ووئيل د پاليسي چارو په اړه پرېكړې د التواء ښكار نه ده پكار ځكه چې په دې ډول صورتحال كښې غېر باوري چاپ??ري??ل او سرمايه كارو لپاره منفي احساسات پېدا كېږي۔ وز??راعظم د روانو منصوبو په وخت بشپړېدو ټېنګار كولو سره د اړوندو ادارو مشرانو ته د برېښنا روانو منصوبو بشپړولو نظام الاوقات د وړاندې كولو امر وكړو