اسلام آباد 20 ا??توبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب سره د رومانيه سفير نكولائي جي آوا ملاقات كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل پاکستان رومانیه سره په پراخه بنياد او د اوږدې مودې اړيكې غواري٬ د دواړو هېوادونو تر مېنځه د فلم او خپرونو په څانګه تبادلو سره به اولسي رابطو ته په وده كښې مرسته ترلاسه شي۔ دې ووئيل فلم يو داسې طاقتور مېډيم دې چې ورسره د نورو كلتور معرفي كېدې شي ۔ دې ووئيل فلم سره د نورو د قامي ورثې او په دود دستو?? پوهېدو كښې مرسته ترلاسه ك??ږي۔ مریم اورنګزېب ووئيل د پاكستان فلمونه په رومانيه كښې ښودلو سره به د پاكستان تشخص په نړيواله كچه رامخې ته ك??دو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دې ووئيل پاكستان د 60 او 70 په لسيزه كښې زيات فلمونه جوړونكې هېواد ٶ۔ دې ووئيل اوسنې حكومت امن لپاره په بشپړه توګه كار كوي او پاكستان د امن او امان په صورتحال او معاشي مېدان كښې د ذكر وړ پرمختګ كړې دې۔ د رومانيه سفير نکولائي جي اوا ووئيل پاكستان د منطقې مهم هېواد دې چرته چې جمهوريت فعاله دې او ميډيا ته آزادي ترلاسه ده۔